اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حكومت د وړوكي او منځومانې درجې كاروبار ته ودې وركولو له په ترجيحي بنيادونو كار كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د سمال اېنډ مېډیم انټرپرائز ډوېلپمنټ اتھارټی سټېئرنګ كمېټۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د وړوكي او …
حكومت وړوكي او د منځومانې كاروبار ته ودې وركولو له په ترجيحي بنيادونو كار كوي: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حكومت د وړوكي او منځومانې درجې كاروبار ته ودې وركولو له په ترجيحي بنيادونو كار كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د سمال اېنډ مېډیم انټرپرائز ډوېلپمنټ اتھارټی سټېئرنګ كمېټۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د وړوكي او منځومانې درجې صنعتونه د هېواد په پرمختګ او معيشت كښې مهم كردار لري٬ حكومت د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبار ته ودې وركولو له په ترجيحي بنيادونو كار كوي۔ په غونډه كښې په سمېډا كښې د اصلاحات او د سمېډا لخوا د پورته كړو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول د وزیراعظم په هدايت د كال تر 3 کروړه روپو كاروبار كوؤنكو كمپنيو ته د مائيكرو انټرپرائزز درجه وركولو هغوي د سمېډا په دائره كار كښې شاملې كړے شوي دي۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول د وېمن انټر پرېنېورشپ پالېسۍ مسوده جوړه ده كومه به چې ډېره زر منظورۍ لپاره وفاقي كابينې ته وړاندې كړې شي۔ دغسې سمېډا مېرمنو لپاره ډېر زر د ډيجيټل پورټل اجراﺀ هم كوي۔ د بریفنګ له مخې سمېډا د شماريات وفاقي ادارې په مرسته د معيشت د 20 څانګو سروے كوي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چیمه ، ډاكټر مصدق ملک، شزہ فاطمه ، د وزیراعظم سلاكار ډاکټر توقیر شاہ ، د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر ٬ د قامي اسمبلۍ غړې نوشین افتخار، د څلورو واړو صوبو ٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير چيف سېكترانو او اړوندو اعلی سركاري چارواكو ګډون وكړو









