اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د هند اقدامات په ضد "قرارداد يوم استحصال" په يوه خله منظورولو سره ووئيل پاكستان د هند ھغه ټول قوانين او پاليسۍ مسترد كوي چې مقصد ئې په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې آبادياتي ډھانچه او سياسي نقشه بدلول دي، هند دې د 5م اګست يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي، د بشري حقونو صورتحال دې …
قامي اسمبلۍ په 5م اګست كال 2019 د هند اقدامات په ضد “قرارداد يوم استحصال” په يوه خله منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د هند اقدامات په ضد “قرارداد يوم استحصال” په يوه خله منظورولو سره ووئيل پاكستان د هند ھغه ټول قوانين او پاليسۍ مسترد كوي چې مقصد ئې په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې آبادياتي ډھانچه او سياسي نقشه بدلول دي، هند دې د 5م اګست يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي، د بشري حقونو صورتحال دې بهتر كړې شي۔ د نهې په ورځ په قامي اسبملۍ كښې د حكومت او اپوزيشن لخوا متفقه قرارداد د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وړاندې كړو۔ قرار داد كښې ووئيل شول په پنځم اګست كال 2019 د هند لخوا د غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات په اړه د استحصال ورځ په شپږم كال دا ايوان د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د جائزو او اصولي هلو ځلو٬ كومې چې د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل په اړوندو قراردادونو كښې تسليم شوي د غېر متزلزل سياسي ،سفارتي او د اخلاقي مرستې پخلې كوي او د تېرو 6 كالو په مهال د هند ھغه ټول اقدامات مسترد كوي كوم چې هغوي په جمو و كشمير كښې د خپلې قبضې مستحكمه كولو او په نړيواله توګه د تسليم شوې متنازعه حيثيت ختمولو لپاره پورته كړې دي۔ په قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان په دې خبره زور راوړي چې د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرادادونو او د كشميريانو هيلو له مخې حل كېدل پكار ده او دا ايوان مطالبه كوي چې هند دې د پنځم اګست يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام بېرته واخلي٬ د بشري حقونو صورتحال دې بهتر كړے شي،كشميري سياسي بنديوان دې خوشې كړې شي٬ بلېك لاء دې ختمه كړې شي او خپلواكه د بشري حقونو مبصرينو، خبريالانو او د بشري حقونو محافظينو ته دې په غېر قانوني توګه قبضه كړي كشمير ته د كوم خنډ نه غېر رسائي وركړې شي۔









