اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) پاكستانۍ لوبډلې په مصر كښې د روان ورلډ جونیئر سکواش ټیم چېمپئن شپ اولنے ګروپ مېچ ګټلو سره په زړه پورې پېل كړے دے۔ په ایونټ كښې به د 22 هېوادونو لوبغاړو ترمينځه مقابلې وي۔ د اتوار په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د ورلډ جونیئر اسکواش چیمپئن شپ انفرادی ایونټ ختم شوے او ټیم چیمپئن شپ اتوار ورځې څخه پېل شوے دے۔ …
په ورلډ جونيئر اسكواش كښې د پاكستانۍ ډلې په زړه پورې پيل

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) پاكستانۍ لوبډلې په مصر كښې د روان ورلډ جونیئر سکواش ټیم چېمپئن شپ اولنے ګروپ مېچ ګټلو سره په زړه پورې پېل كړے دے۔ په ایونټ كښې به د 22 هېوادونو لوبغاړو ترمينځه مقابلې وي۔ د اتوار په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د ورلډ جونیئر اسکواش چیمپئن شپ انفرادی ایونټ ختم شوے او ټیم چیمپئن شپ اتوار ورځې څخه پېل شوے دے۔ په انفرادي ايونټ كښې د پاكستان انس علی شاہ د پلېټ ايونټ فائنل او د مېن ډرا فائنل د مصر اېم زكريا وګټلو۔ پاکستانۍ لوبډله 6 م سيډ ګرځولې شوې ده۔ په مېچ كښې پاكستان برازيل ته په 3-0 ماتې وركړه او اوس به راروان مېچ د كوېت په ضد كوي۔









