اسلام آباد۔22جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقی وزیر پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي موسمیاتی بدلون كومه مفروضه نه ده بلكه يو يرونكے حقيقت ګرځېدلے دے كوم چې د ټول انسانيت سباؤن خطر سره مخ كوي۔ د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون په سرخط دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل په نړيواله كچه د ماحولياتي انصاف وده د وخت مهم ضرورت دے …
موسمياتي بدلون انسانيت لپاره سنګين خطر دے : احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقی وزیر پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي موسمیاتی بدلون كومه مفروضه نه ده بلكه يو يرونكے حقيقت ګرځېدلے دے كوم چې د ټول انسانيت سباؤن خطر سره مخ كوي۔ د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون په سرخط دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل په نړيواله كچه د ماحولياتي انصاف وده د وخت مهم ضرورت دے او اوس وخت راغلے دے چې ځپلي پرمختګ كوؤنكي هېوادونه پخپله نړيوالو طاقتونو څڅه د ’’ډو مور‘‘ غوښتنه وكړي ٬ ولې چې اوس نور غلې پاتې كېدل پخپله تباهۍ ته بلنه وركول دي۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ووئيل كال 100 اربه ډالر ځپليو هېوادونو لپاره كوم خېرات نه بلكې د دوئي جائز حق دے كوم چې د پرمختګ كړې نړۍ د ماحولياتي لوظونو بنياد دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښی 7 زره څخه زيات ګلېشیئرز موجود دي كوم چې په تندۍ سره ويلې كيږي۔ د كومو شرح چې د 60 كلونو تر ټولو لوړې كچې ته رسېدلې ده۔ دا صورتحال د اباسين نظام لپاره سنګين خطر دے۔ احسن اقبال ووئيل د كال 2022 تباهي كونكے سېلاب د موسمياتي بدلون خطرو ښكاره ثبوت دے د كوم د لاسه چې د هېواد معيشت ٬ كركيلې ٬ انفراسټركچر او بشري ځانونو ته زيات زيان ورسېد۔ وفاقي وزير نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې اوس وخت راغلے دے چې د ماحولياتي بحران حل كولو لپاره په ګډه پرېكړې اوعملي اقدامات وكړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان په څير ځپلے هېواد ماحولياتي تحفظ لپاره مالي او تكنيكي مرستې او انصاف ته زياته اړتيا لري











