وزيراعظم اسلام آباد كښې د پلار لور د ګاړې پشمول سيلاب كښې په لاهو كيدو، ټول هېواد كښې د بارانونو او سېلاب له امله په شوي ځاني مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلام آباد هاؤسنګ سوسائټي كښې د پلار لور د ګاړې پشمول سېلاب كښې په لاهو كيدو او ټول هېواد كښې د بارانونو او سېلابي صورتحال له امله په شوي مالي او ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د ګاړې پشمول …

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلام آباد هاؤسنګ سوسائټي كښې د پلار لور د ګاړې پشمول سېلاب كښې په لاهو كيدو او ټول هېواد كښې د بارانونو او سېلابي صورتحال له امله په شوي مالي او ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د ګاړې پشمول سېلابي اوبو كښې د لاهو شوي پلار او لور ريسكيو كولو له د هر ممكن اقدامات كولو سپارښتنه وكړه ۔وزيراعظم د سېلاب او بېلو پېښو كښې په حق رسيدليو كسانو لوړو درجو او د غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔ده سپارښتنه وكړه چې پېښو كښې د ژوبل كسانو سمدستي طبي مرسته دې وكړې شي، دغسې دسېلاب له امله ځپلو سيمو كښې دې ريسكيو آپريشنز تند كړے شي ، دغسې اين ډي ايم اے دې صوبو او اړوندو محكمو سره پرله پسې رابطي ولري او هغوي له دې ټول ضروري سهوليات وركړي۔ ده سپارښتنه وكړه چې ځپلو له دې سمدستي ريليف وركړې شي،نېشنل هائي وے اتھارټي او ايف ډبليو دې د سيلاب ځپلو سترو لارو او رابطه سړكونو د بحالي كار تند كړي۔

مزید خبریں