اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) پاك پوځ سكردو كښې د لينډ سلائيډنګ له امله بندې لاري پرانستلې دي او ګهير شوي ټول كسان او ګاړي يې په محفوظ ډول راوېستې دي۔ سړك د تګ راتګ لپاره بحال شوے او ټرافك روان دے۔پوځي ډلي اوس هم سيمه كښې موجود دي دغسې چې د كوم هم بيړني صورتحال په وخت مخنيوې وكړے شي۔ په تيرو ورځو كښې د زيات باران …
پاك پوځ سكردو كښې د لينډ سلائيډنګ له امله بندې لاري پرانستلې ،ګهير شوي ټول كسان او ګاړي راوېستلے شول

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) پاك پوځ سكردو كښې د لينډ سلائيډنګ له امله بندې لاري پرانستلې دي او ګهير شوي ټول كسان او ګاړي يې په محفوظ ډول راوېستې دي۔ سړك د تګ راتګ لپاره بحال شوے او ټرافك روان دے۔پوځي ډلي اوس هم سيمه كښې موجود دي دغسې چې د كوم هم بيړني صورتحال په وخت مخنيوې وكړے شي۔ په تيرو ورځو كښې د زيات باران او كلاؤډ برسټ له امله په سكردو۔ديوسائي سړك په بېلو ځايونو كښې لينډ سلائيډنګ شوے چې په كښې د 40 نه تر 50 ګاړو كښې ناست سېلګري او ځائې كسان ګهير شوې وو۔ پاك پوځ په سمدستي توګه ريسكيو آپريشن پېل كړو۔ټوله شپه د هلو ځلو نه پس د پاك پوځ انجينئرنګ ډلو د لوئې مشينرۍ د لارې سكردو نه تر سدپاره ماؤنټينئرنګ سكول او ديوسائي نه تر سدپاره كلي سړك مكمل پرانستلو ۔دغسې ځائې كسانو او سېلګرو د پاك پوځ په وخت كاروائي او پېشه وره صلاحيتونه وستائېل۔











