پاكستان د بحري حياتياتي تنوع تحفظ او په غوره ډول د كارولو لوظنامه لاس ليك كړه

نیویارک۔22 جولائی(اے پی پی) د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر كښې د ملګرو ملتونو د بحري قانون كنوشن لاندې قامي دائره اختيار څخه بهر سيمو كښې د بحري حياتياتي تنوع تحفظ او په ښه ډول د دې د كارولو لوظنامه (بی بی اېن جے) لاس ليك كړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان په …

نیویارک۔22 جولائی(اے پی پی) د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر كښې د ملګرو ملتونو د بحري قانون كنوشن لاندې قامي دائره اختيار څخه بهر سيمو كښې د بحري حياتياتي تنوع تحفظ او په ښه ډول د دې د كارولو لوظنامه (بی بی اېن جے) لاس ليك كړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان په بی بی اېن جے خبرو اترو كښې مهم كردار ترسره كړے ٬ په خاص توګه د كال 2022 په دوو مهمو غونډو كښې د “ګروپ آف 77 او چین” مشرۍ كولو په مهال د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو د شريك دريځ نمائندګۍ سره پاكستان په انصاف د اډانه ګټو وېش ٬ د صلاحيت جوړونې او د ټېكنالوجۍ د منتقلۍ پرله پسې وكالت وكړو كوم چې د بشري ورثې د اصولو له مخې دے۔ په بی بی اېن جے لوظنامه لاس ليك د پاكستان د ګڼ اړخيزه مرستې او قامي دائره اختيار څخه بهر سيمو كښې د بحري حياتياتي تنوع د تحفظ او په ښه ډول د دې د كارولو د عزم عكاس دے

مزید خبریں