بلوچستان كښې مېرمن د جرګه په امر د قتل ناوړه پېښه٬ وحشي او انسانيت په ضد جرم دے۔ اعظم نذیر تارړ

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ د بلوچستان په دګاري سيمه كښې مېرمن د جرګه په امر د قتل ناوړه پېښه٬ وحشي او انسانيت په ضد جرم ګرځولے دے۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووېيل دا پېښه نه يوازې د بشري حقونو څخه سنګينه سرغړونه ده بلكې د پاکستان د آئین او قانون بېخي منافي هم ده …

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ د بلوچستان په دګاري سيمه كښې مېرمن د جرګه په امر د قتل ناوړه پېښه٬ وحشي او انسانيت په ضد جرم ګرځولے دے۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووېيل دا پېښه نه يوازې د بشري حقونو څخه سنګينه سرغړونه ده بلكې د پاکستان د آئین او قانون بېخي منافي هم ده او دې پېښې زمونږ اجتماعي ضمیر ښوزولې دے٬ دا قطل غېرت نا٬ د غېرت قتل دے، يو رسم نه دے٬ دود يا متوازي نظام يوه مېرمن خپلې مرضۍ سره د ژوند كولو په پرېكړه د قتل جواز نه دے۔ ده ووئيل داسې بربريت په يوه مهذبه تولنه كښې د قبلېدو وړ نشي كېدې، د دې ناوړه جرم سخته غندنه كېږي او د بلوچستان حكومت څخه دا توقع كېږي چې حكومت به په دې پېښه كښې د ككړ كسانو په ضد سخته او د عبرت نه ډكه كاروائي وكړي۔ ده ووېيل د پاكستان حكومت د داسې غېر انساني راجونو خاتمې او د ځپلې كسانو په سمدستي توګه٬ غېر جانبداره او د موثره انصاف كولو عزم لري۔

مزید خبریں