اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د وزیراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د ګل په ورځ د سیالکوټ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري ، د پاکستان ریډي میډ ګارمنټس مینوفیکچررز اینډ ایکسپورټرز ایسوسي ایشن (پی آر جی ایم ای اے)او د پاکستان هوزري مینوفیکچررز ایسوسی ایشن (پی ایچ ایم اے) اعلیٰ پائې نمائنده پلاوي ملاقات کړے۔ملاقات كښې د فکسډ ټیکس رجیم په مقابله …
کاروباری ورورولۍته پېښي مسئلې به د راروانې صنعتی پالیسۍ د لارې حل كولې شي۔هارون اختر خان

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د وزیراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د ګل په ورځ د سیالکوټ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري ، د پاکستان ریډي میډ ګارمنټس مینوفیکچررز اینډ ایکسپورټرز ایسوسي ایشن (پی آر جی ایم ای اے)او د پاکستان هوزري مینوفیکچررز ایسوسی ایشن (پی ایچ ایم اے) اعلیٰ پائې نمائنده پلاوي ملاقات کړے۔ملاقات كښې د فکسډ ټیکس رجیم په مقابله كښې د نارمل ټیکس رجیم، صنعتی پالیسۍ او کاروبار كښې آسانۍ په څير په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د سیالکوټ چیمبر استازو زور راوړو چې د لسيزو راهسې فکسډ ټیکس رجیم برآمد کوونكو لپاره يو ساده، شفاف او د بدعنوانۍ څخه پاك نظام دے دغسې د فنانس ایکټ 2024 ترمخه نافذ کړے شوے نارمل ټیکس رجیم د کاروباري طبقې لپاره يو لوي بار جوړ شوے۔چیمبر د حکومت څخه غوښتنه وكړه چې برآمد کوونكو لپاره دې فائنل ټیکس رجیم بحال کړے شي۔پلاوي سره خبرو كښې خاص مرستيال هارون اختر خان ووئيل حکومت د کاروباری ورورولۍ مسئلو څخه خبر دے او د هغې حل لپاره به هر ممكن اقدامات کولې شي۔خاص مرستيال پلاوې خبر كړو چې په نوې صنعتي پالیسۍ كښې به كوچنو او د مينځنۍ درجې ادارو (ایس ایم ایز) جامع او معیاری تعریف د شاملولو تجویز وركولې شي۔ هارون اختر خان زور راوړو چې د سرمایه کارۍ ودې او كوټلي صنعتی پرمختګ لپاره يو مستحکم پالیسی فریم ورك ته اړتيا ده۔











