اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د رائل سعودي نيول فورسز مشر وائس ايډمرل محمد بن عبدالرحمن الغريبي له په ايوان صدر كښې د دستورې په مهال "نشان امتياز" (ملټري) وركړو ٬ دا اعزاز دوي ته د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه دفاعي اړيكو ته د ودې وركولو د خدمات په اعتراف وركړے شو ۔ د ګل په ورځ په خاص دستوره كښې د …
صدر مملکت آصف علي زرداري د سعودي نيول چيف محمد بن عبدالرحمن الغريبي ته “نشان امتياز” وركړو

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د رائل سعودي نيول فورسز مشر وائس ايډمرل محمد بن عبدالرحمن الغريبي له په ايوان صدر كښې د دستورې په مهال “نشان امتياز” (ملټري) وركړو ٬ دا اعزاز دوي ته د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه دفاعي اړيكو ته د ودې وركولو د خدمات په اعتراف وركړے شو ۔ د ګل په ورځ په خاص دستوره كښې د دفاع وزير خواجه آصف، د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف، په پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي، د پارلمان غړو او د دواړو هېوادونو د بحريه سينئر افسرانو نه علاوه نور اعليٰ عسکري او سرکاري چارواكو ګډون وكړو ۔ د يادونې وړ ده وائس ايډمرل محمد بن عبدالرحمن الغريبي نيول وار کالج لاهور څخه فارغ التحصيل دے چرته نه چې دوي په كال 2005 كښې ماسټر ډګري ترلاسه كړې٬ د پاکستان او سعودي عرب د بحريه ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې په وده كښئ دوي شاندار خدمات لري او شمېر ئې د پاکستان په مخلص دوستانو كښې كېږي٬ دوي ته دا اعزاز د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د بحريه مرستې زياتولو له د هلو ځلو په اعتراف كښې وركړے شو ٬ دا ايوارډ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاعي مرستې په خاص توګه د د بحريه په اړه د تل پاتي او قوي پوځي اړيكو عكاس دے











