اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) سينيټ د ليګل پريكټيشنرز اينډ بار كونسلز (بدلون) بل 2025 په يوه خله منظور كړے ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سينيټر خليل طاهر سندھو تحريك وړاندې كړٶ چې په ليګل پريكټيشنرز اينډ بار كونسلز بدلون بل 2025 دې د قائمه كميټۍ په رپورټ شوي صورت غور وكړے شي٬ سينيټر علي ظفر د تحريك مخالفت وكړو نو په دې د …
سينيټ د ليګل پريكټيشنرز اينډ بار كونسلز (بدلون) بل 2025 په يوه خله منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) سينيټ د ليګل پريكټيشنرز اينډ بار كونسلز (بدلون) بل 2025 په يوه خله منظور كړے ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سينيټر خليل طاهر سندھو تحريك وړاندې كړٶ چې په ليګل پريكټيشنرز اينډ بار كونسلز بدلون بل 2025 دې د قائمه كميټۍ په رپورټ شوي صورت غور وكړے شي٬ سينيټر علي ظفر د تحريك مخالفت وكړو نو په دې د قانون وزير اعظم نذيرتارړ ووئيل كمېټۍ د تفصيلي غور نه پس دا منظور كړے دے٬ 6 بار كونسلز هم د دې ملاتړ كړے دے٬ په دې معامله بايد سياست ونه كړې شي او وكيلان كه د هېواد سياست څخه جلا وساتلې شي نو ښه به وي۔ ده ووېيل دا بل ډېر د اهميت وړ دے په بل كښې چې كوم څيزونه شامل كړې شوي ھغه د وخت ضرورت دے٬ دې نه پس ايوان د تحريك منظوري وركړه او چيئرمېن بل شق وار منظورۍ لپاره ايوان ته وراندې كړو كوم چې په يوه خله منظور كړے شو











