اسلام آباد21جولائی(اے پی پی)د قانون او انصاف وزارت د خېبرپښتونخوا صوبائي اسمبلۍ غړو څخه د سوګند پورته كولو په دستوره د كوم جواز نه غېر تنقيد په اړه ووئېل ځينې سياسي عناصر د آئين او قانون لوسته كولو نه غېر سياسي مقاصد لپاره د خېبرپښتونخوا په ګورنر د خاص چوكو غړو نه په سوګند پورته كولو بلا جواز تنقيد كوي كوم چې د افسوس وړ دے۔د وزارت لخوا د ګل …
د خاص چوكو غړو څخه په سوګند اغستلو په ګورنر تنقيد د افسوس ور دے۔د قانون او انصاف وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد21جولائی(اے پی پی)د قانون او انصاف وزارت د خېبرپښتونخوا صوبائي اسمبلۍ غړو څخه د سوګند پورته كولو په دستوره د كوم جواز نه غېر تنقيد په اړه ووئېل ځينې سياسي عناصر د آئين او قانون لوسته كولو نه غېر سياسي مقاصد لپاره د خېبرپښتونخوا په ګورنر د خاص چوكو غړو نه په سوګند پورته كولو بلا جواز تنقيد كوي كوم چې د افسوس وړ دے۔د وزارت لخوا د ګل په ورځ جاري شوي اعلاميه كښې ووئېل شول داسې غېر ذمه واره بيانونه د خاص چوكو په اړه د عدالتي پريكړې او د سينيټ الېكشن آئيني عمل په اړه قصد ً د غېر يقيني صورتحال پېدا كولو ناوړه هڅه ده۔په دې اړه د پېښور هائي كورټ چيف جسټس د آئين آرټيكل 255 له مخې خپله آئيني ذمه واري ترسره كړې٬په دې تنقيد هم بې بنسټه او د افسوس وړ دے۔اعلاميې له مخې 26م آئيني بدلون نه پس د آرټېكل 255 له مخې كه چرې په كومه صوبه كښې د كومې آئيني چوكۍ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې قصداُ تعطل يا غېر سنجيدګۍ څرګنديږي نو د درخواست ترلاسه كولو په صورت د هغې صوبې چيف جسټس دا آئيني ذمه واري لري چې د سوګند پورته كولو دستورې لپاره يو كس غوره كړي۔د پېښور هائي كورټ چيف جسټس د خېبرپښتونخوا صوبائي اسمبلۍ كښې په مخصوص چوكو د غړو سوګند پورته كولو لپاره د خېبرپښتونخوا ګورنر ته په ذمه وارۍ سپارلو د آئين آرټيكل 255 ترمخه خپله آئيني ذمه واري ترسره كړی ده ۔











