اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د طبي آلات لائسنسنګ او د د رجسټريشن ډيجيټل نظام پرانستې كولو سره وئيلي دي طبي څانګه كښې انقلاب راوستل مشکل ضرور دے خو ناممکن نه دے،د هېواد تقدير بدلولو لپاره به ټولو له په ګډه كردار ترسره كول وي، هغه ورځ لري نه ده كله به چې مونږ په نړۍ كښې په وياړ سر هسك كړو، د صحت …
وزيراعظم د طبي آلات لائسنسنګ او د رجسټريشن ډيجيټل نظام پرانسته وكړه، طبي څانګه كښې انقلاب راوستل مشکل ضرور خو ناممکن نه دے،د هېواد تقدير بدلولو لپاره به ټولو له په ګډه كردار ترسره كول وي۔ شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د طبي آلات لائسنسنګ او د د رجسټريشن ډيجيټل نظام پرانستې كولو سره وئيلي دي طبي څانګه كښې انقلاب راوستل مشکل ضرور دے خو ناممکن نه دے،د هېواد تقدير بدلولو لپاره به ټولو له په ګډه كردار ترسره كول وي، هغه ورځ لري نه ده كله به چې مونږ په نړۍ كښې په وياړ سر هسك كړو، د صحت وزارت كښې د ډيجيټائزيشن عمل د ستائني وړ دے۔ده د ګل په ورځ د طبي آلات لائسنسنګ او د رجسټريشن ډيجيټل نظام پرانستي دستوري ته وينا كوله۔ وزيراعظم شهباز شريف د صحت وزير ، سيکرټري ، سي اي او ډرګ ريګوليټري اتھارټي آف پاکستان(ډريپ )او د هغه ډلي ته د طبي آلات لائسنسنګ او رجسټريشن ډيجيټل نظام په معارفي كولو مبارکي وركولو سره ووئيل د صحت و زارت كښې د ډيجيټائزيشن عمل د ستائني وړ دے، د دې ډيجيټل سسټم رائج کولو لپاره كار مونږ د پي ډي ايم حکومت كښې پېل كړے ؤ، د ډريپ زيرك سي اي او راغلے ، ډريپ كښې هم قابل كسان شته خو هغه نظر انداز کړے شوي، ده ووئېل د سي اي او تقرري په ميرټ شوې،د صحت وفاقي وزير شپه ورځ كار كوي،د هغه شپه ورځ كار كولو څخه د كراچۍ ميئر په حېث کارکردګي هم ښكاره ده ۔ وزيراعظم ووئيل دا يو اږد مزل دے، د پاکستان يو دوست هېواد يو روغتون او يو برن يونټ راډالۍ كړے كوم چې څو كلونو راهسې بند پروت دے،زما په وينا مصطفيٰ کمال د هغې نوټس اغستے، اوس هغه فعاله كړے شو۔ده ووئيل اوس هم تاخير نه دې شوے،كه نن هم پريكړي وكړو چې طبي څانګه كښې انقلاب راوستل دي نو دا مشکل ضرور دے خو ناممکن كار نه دے۔ده ووئيل نن چې د كوم سسټم پرانسته شوې هغې سره به د طبي آلات رجسټريشن 20 ورځو كښې كېږي ،دې لپاره څو څو كاله پريكړي نه دې شوي، نن هغې كښې اصلاحات او سپېځلتيا راوستلې شوې۔ وزيراعظم ووئيل هيله لرو چې وزير، سيکرټري او سي اي او به په 20 ورځو كښې په ميرټ پريكړي وكړي او يو تاريخ به جوړ كړي۔ده ووئيل د راولپنډي انسټي ټيوټ آف کارډيالوجي منصوبه چې پېل كړې شوه نو هغې لپاره يو داسې انچارج پكار ؤ ٬ چې په صحيح معنو كښې دغه اداره آزاد کشمير، ګلګت بلتستان او د کے پي پشمول د نورو سيمو رنځورانو ته ګټه ورسوي او د ښې درملني سهولت وركړي او بيا دغې له جنرل اظهر کياني تعينات کړے شو ٬ هغه لپاره د زړه نه دعاګاني غواړو چا چې راولپنډي انسټي ټيوټ آف کارډيالوجي د زړونو د رنځ د پاکستان يو ښه روغتون جوړ كړو ،مونږ له په پاكستان كښې دغه ډول نظام پكار دے، وفاق او صوبو له به په ګډه اقدامات كول وي۔ده ووئيل كال 2015-16ء كښې چې كله د اربونو روپو مستحق رنځورانو له ويړيا داروګان وركولو منصوبه پېل شوه نو هغه د داروګانو سيمپل ټيسټ لپاره بهر لېږلېے شول ٬ چې دا انکشاف وشو چې 60 فيصده داروګان غير معياري دي ،دغه يو د تکليف وړ كار ؤ ،دې نه پس مونږ اقدامات وكړل او غريب، مالداره ټولو له په سرکاري روغتونونو كښې يو ډول معياري داروګان باوري كړے شول ،زمونږ د اقداماتو په وجه په لږ وخت كښې سرکاري خريداري وشوه او چې داروګان بيا ټيسټ لپاره وليږلے شول نو ټول معياري وو۔ده ووئيل مسئلې رامخې ته كېږي خو كه انسان د زړه نه پريكړه وكړي نو مسئلې حل كيدې شي او د پرمختګ او سوكالۍ لاره څوك هم نه شي نيولې،دې لپاره محنت او د لوئ څښتن مرسته ضروري ده ۔ده ووئيل مونږ له به د پاكستان تقدير بدلول وي او هغه ورځ لري نه ده چې مونږ به نړۍ كښې سر په وياړ هسك كړو۔دې څخه وړاندې دستوري ته د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال ووئيل د اولس سهولت او نظام كښې ښه والي له چمتو يو،د وزيراعظم هدايات په رڼا كښې د اصلاحات عمل مخ په وړاندې روان دے، د طبي آلات لائسنسنګ او د رجسټريشن ډيجيټل نظام د وزيراعظم وژن دے ٬ دې سره به کرپشن ختم شي،د دې نظام نه پس مونږ ميډيکل ډيوائسز ريګوليشن كښې د چا مرسته نه شو كولې۔ده ووئيل دې سسټم سره به د كور نه خپل دستاويزات پوره كولو نه پس درخواست وركولې شي او په 20 ورځو كښې به لائسنس په كور ترلاسه كيږي۔ده ووئيل پاکستان كښې د طبي آلات د رجسټريشن عمل مشكل ؤ، ميډيکل ډيوائسز ريګولرائزيشن لپاره سفارشي کلچر د دې نظام نه پس ختم شوے۔ ده ووئيل موجوده وسائلو كښې دننه د مسئلو حل كولو هڅي كوو، د ډيجيټل سسټم پېل كولو له په مرسته د آئي ټي او اطلاعات او خپرونو وزيرانو مننه كوم۔ ده ووئيل وزيراعظم يو صلاحيت لرونكے انسان دے او درې ځل د يوې صوبې وزيراعليٰ او د وزير اعظم په چوكۍ پاتي كيدو له امله په هر څيز پوهيږي،د رجسټريشن ډيجيټل نظام وژن هم د وزيراعظم دے٬ دې لپاره هر وخت د ده لارښوونه او مرسته راسره وي، ده ووئېل په نرسنګ او ميډيکل ډينټل کونسلز ښه كولو له كار روان دے،مونږ به پرائمري هيلتھ کيئر قوي كوو، د دې په وجه په لويو لويو روغتونونو د رنځورانو ګڼه زياته وي۔ ده ووئيل وزيراعظم د آبادۍ په اړه د يوي اعليٰ پائې کمېټي جوړه كړې، پاکستان كښې دا مهال د آبادۍ شرح 2.5 فيصد ده دغسې فيز ټيلټي ريټ 3.6 دے، هر كال 61 لکھه 50 زره آبادي زياتيږي،كوټلي پرمختګ لپاره د آبادۍ شرح به 2 فيصد ته راوستل وي۔ده ووئيل پاکستان كښې 68 فيصده ناروغۍ د ناولو اوبو په وجه راپيدا كيږي،نوو هاوسنګ سوسائټيو كښې د سيوريج په اړه كوم انتظام نشته۔ ده ووئيل داسې کيو آر کوډ او بار کوډ معارفي كوو چې ورسره 24 کروړه وګړي د داروګانو جعلي يا اصلي ، د هغې د زياتي مودې او د اصل ېيعې څخه حبرتيا ترلاسه كولې شي ،دا كار به په درېو مياشتو كښې بشپړ شي۔ په دې موقع وزيراعظم د وفاقي وزيرانو او نوري ډلي سره په ګډه په رسمي توګه د دې ډيجيټل نظام پرانسته وكړه۔په دې مهال د ميسرز کوئيک ټيسټ پاکستان لميټډ سي اي او وزيراعظم څخه وړومبے لائسنس ترلاسه كړو۔په دې موقع وفاقي وزيران عطاء الله تارړ، طارق فضل چوهدري، شزه فاطمه خواجه او د روغتيا وزارت او ډريپ اعليٰ چارواكي هم موجود وؤ۔











