د كورنيو چارو وفاقي وزير د ايف آئي اے هیډکوارټر اسلام آباد دورہ ، د شهيدانو په يادګار حاضري ٬ غونډه كښې د ادارې د عصري اصولو په بنسټ د بيا منظم كولو پريكړه

اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اېف آئي اے هېډ كوارټر اسلام آباد دوره وکړه، د شهیدانو یادګار ته حاضر شو، هلته يۍ ګلان کښېښودل او فاتحه یې وكړه٬ هغه د ایف آئي اے د عصري اصولو په بنسټ د بیا منظم كولو پرېکړه وکړه او بشپړ پلان یې اوغوښت۔ د كورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کښې وئیل شول وفاقي …

اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اېف آئي اے هېډ كوارټر اسلام آباد دوره وکړه، د شهیدانو یادګار ته حاضر شو، هلته يۍ ګلان کښېښودل او فاتحه یې وكړه٬ هغه د ایف آئي اے د عصري اصولو په بنسټ د بیا منظم كولو پرېکړه وکړه او بشپړ پلان یې اوغوښت۔ د كورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کښې وئیل شول وفاقي وزير محسن نقوي د اېف آئي اے د شهیدانو یادګار ته حاضر شو، هلته یې ګلان کښېښودل او فاتحه یې ولوسته۔ وفاقي وزير محسن نقوي د شهیدانو لویې قربانۍ په لوړو او درنو ټكو وستائېلې۔ ده د ایف آئی اے په هېډ كوارټر كښې د اعلی كچ غونډې مشري وكړه۔ په غونډه کښې پرېکړه وشوه چې د عصري اصولو په بنسټ به اېف آئی اے بيا منظم كولې شي۔ وفاقي وزير د ادارې لا فعاله كولو له په قوانين او رولز كښې د ضروري بدلونونو لپاره زر تر زره د كار پېل كولو هدايت وكړو۔ ده اېف آئي اے لپاره په سمدستي توګه د عصري ټېكنالوجۍ او اړينو وسلو د برابرولو منظوري هم وركړه۔ وفاقي وزير ووئيل اېف آئی اے باید د حکومت او خلقو د هيلو له مخې خپل خذمات ترسره كړي۔ ده ووئيل د ښې کارکردګۍ په بنسټ به اېف آئی اے ته نورې آسانۍ وركولې شي۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل په غېر قانوني امېګرېشن كښې د ككړې مافيا به مقابله كول وي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل بې رحمانه كرېك ډاؤن دے وكړے شي او زیرو ټالرنس پالیسی دې خپله كړې شي۔ محسن نقوي ووئيل د هېواد د بدنامه ذمه وار عناصرو مخنيوې د اېف آئي اے تر ټولو وړومبۍ ذمه واري ده۔ محسن نقوی ووئيل د وګړو آسانۍ لپاره دې په ائیرپورټس د امېګرېشن عمل آسان كړے شي۔ وفاقي وزير اېف آئی اے ته د فاسټ ټرېك كاؤنټر جوړولو هدايت وكړو۔ ده نصاب د عصري اصولو له مخې كولو او د عملې كمې ترمخه په منظور شوو خالي چوكو د فوري بھرتۍ هدايت وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل اېف آئی اے اکېډمی دې نوي الاټ كړې زمكې ته منتقل كړې شي۔ وفاقي وزير د کراچی زونل آفس زر تر زره بحالولو هدايت هم وكړو۔ ډي جی اېف آئی اے راجه رفعت مختار د كورنيو چارو وفاقي وزير ته په اداره كښې د روانو اصلاحاتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وزير مملكت طلال چوهدري ، د كورنيو چارو سېكرټري او د سي ډي اے چئیرمېن په شمول د اېف آئي اے اعلی چارواكي هم په دې موقع موجود وو

مزید خبریں