اسلام آباد۔6جولائی(اے پی پی) د داخله وزارت وياند وئيلي دي چې د عاشورې په موقع به ګرد هېواد كښې د 4836 جلوسونو ٬ 5480 مجلسونو اهتمام كولې شي ٬ 1301 سيمې زياتې حساسې ګرځولې شوې دي۔ د داخله وزارت وياند د اتوار په ورځ جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي چې د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي په هدايت په اسلام آباد كښې د مرکزی مانیټرنګ سېل د صوبائي حکومتونو كنټرول رومز سره پرله پسې رابطه او د اطلاعاتو تبادله روانه ده۔ د داخله وزارت له مخې داخله وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري او داخله سېكتر خرم آغا ګھړۍ په ګھړۍ صورتحال مانيټر كوي۔ وزیراعظم شهباز شریف په ګرد هېواد كښې د امن وضعې څخه خبر ساتلے شي۔ د داخله وزارت وياند وئيلي چې د اسلام آباد په شمول پنجاب، خېبر پښتونخوا ، بلوچستان، سندھ، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان كښې يوم عاشور لپاره سخت حفاظتي انتظامات شوي دي۔ په اسلام آباد كښې نن د 54 مجلسونو، 12 جلوسونو ٬ پنجاب كښې د 2502 مجلسونو ٬ 3025 جلوسونو ٬ سندھ د 1040مجلسونو ، 1039جلوسونو او خېبر پښتونخوا كښې د 735 مجلسونو او 257 جلوسونو ٬ بلوچستان كښې د 32 مجلسونو، 24 جلوسونو، ګلګت بلتستان كښې د 1070 مجلسوننو ،141 جلوسونو او آزاد کشمیر كښې د 47 مجلس ،41 جلوسونو اهتمام كولے شي۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل د 9م محرم په څير په 10 محرم هم امن او امان لپاره ټول ځواكونه او انتظاميه هائي الرټ ده۔ په سوشل میډیا د مذهبي كركې او فرقه واريت په ضد كرېك ډاؤن روان دے۔ محسن نقوی ووئيل د عاشورې ورځې له فعاله اقدامات شوي دي او كه پاك پروردګار ته منظور وي دا ورځ به خېر او عافيت سره تېره شي۔ ده ووئيل پاك پوځ ٬ رېنجرز ٬ پوليس ٬ انتظاميه او نورو ادارو ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كوم۔