
اسلام آباد۔6جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د عاشورې ورځې (1447ھ / 2025ء) په موقع خپل خصوصي پېغام كښې وئيلي چې د عاشورې ورځ د تاريخ هغه روښانه باب دے كوم چې په صبر ٬ استقامت ٬ حوصله ٬ وفادارۍ ٬ قربانۍ او د حق د سرلوړۍ په سترو مثالونو مزين دے٬ دا ورځ د امام عالي مقام امام حسېن علېه السلام او د هغه د ملګرو د عظيمې قربانۍ ياد تازه كوي كومو چې د باطل په وړاندې د سر ټيټولو په ځاې د حق په لاره كښې د خپلو ځانونو قرباني وړاندې كړه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د اتوار په ورځ په خصوصي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د كربلا واقعه يوازې يوه تاريخي پېښه نه ده بلكې دا يو داسې ابدي پېغام دې كوم چې تر قيامت ورځې انسانيت ته د ظلم په ضد د اودرېدو ٬ په اصولو د ټينګ پاتے كېدو او حق او انصاف لپاره هره قرباني وركولو ته د وړاندې كېدو ترغيب وركوي۔ امام حسېن علېه السلام د خپل شهادت د لارې امت ته دا وښودل چې د طاقت او اختيار معيار حق نه دے بلكې حق هغه دے كوم چې په عدل ٬ ريښتيا او اخلاقي مړانه اډانه لري۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د عاشوره ورځ مونږ ته دا عهد يادوي چې مونږ دې د ظلم ٬ كركې او فرقه واريت په ضد اودرېږؤ او په خپله ټولنه كښې دې زغم ٬ ورورولۍ ٬ متقابل احترام او يووالي ته وده وركړؤ۔ د امام حسېنؑ سيرت مونږ ته دا پېغام راكوي چې د تكليفونو او آزمائشونو باوجود د حق بېرغ پورته ساتل اصل كاميابي ده۔ ده ووئيل د عاشورې ورځې په موقعه به مونږ له د زغم او يووالي څرګندونه كول وي دغسې چې په ګران هېواد كښی امن ٬ سلامتيا او همغږۍ ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل راځۍ چې د امام حسېن (رض) تعليماتو څخه لارښودنه ترلاسه كولو سره يوه داسې ټولنه جوړه كړؤ كومه چې د مظلوم ملاتړ كوؤنكې او د ظالم په ضد اورېدونكې وي۔ پاك پروردګار دے پاكتسان د امن ٬ پرمختګ ٬ يووالي او سوكالۍ مركز جوړ كړي۔