
اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په امريكائي رياست ټيكساس كښې په تباهي خپرونكي سيلاب كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پوسټ كښې وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې روانې رېسكيو هڅې به د نورو خلكو په بچ كولو كښې كاميابې شي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل د پاكستان په قطبي لوئيديزو سيمو كښې څو ورځې مخكښې رامخې ته شوې دا ډول پېښې ليدلو څخه وروستو مونږ د ځپليو كورنيو غم دړد په بشپړ ډول محسوسولې شوو۔ وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې زمونږ خواخوږۍ او دعاګانې امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ او امريكائي اولس سره دي۔