د داتا دربار د رنګ روغن كار تندۍ سره جاري ٬ پاكستان د استحكام په لوري مخ په وړاندے روان دے : د اسحاق ډار ميډيا سره خبرې

لاهور۔5جولائی (اے پی پی) دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د داتا دربار د رنګ روغن كار تندۍ سره جاري دے او ګنبد نور هم پورته كړے شوے دے٬ په مسجد كښې به د مدينې منورې په څير چھترۍ لګولې شي چې اجازه يۍ د پنجاب وزيراعلی مريم اورنګزېب په باقاعده توګه وركړې ده۔ ده د خالي په ورځ داتا دربار ته د غسل وركولو دستورې څخه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ اسحاق ډار د وزیراعظم شهباز شریف، صدر آصف علی زرداری، د مسلم ليګ نون لارښود نواز شريف او د وزيراعلی مريم نواز لخوا د داتا دربار د رنګ روغن كار په پېل كېدو مباركي وركولو سره ووئيل هيله ده چې راروان غسل څخه وړاندې به د داتا دربار تعميراتي كار بشپړ كړے شي۔ ده ووئيل په 31 مئی 1999ء د دې منصوبې اولنۍ پرانسته نواز شريف كړې وه ٬ اوس دا منصوبه پايې ته رسېدونكې ده۔ ده ووئيل شهباز شريف د هېواد پرمختګ لپاره شپه او ورځ كار كوي٬ مونږ بلها كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ ده ووئيل هند پاكستان سره فضائي جنګ پېل كړو ٬ خو پاكستان د هند شپږ الوتكې نسكورې كړې۔ ده ووئيل هند په 36 ساعتونو كښې 80 ډرون راپرېښودل د كومو چې پاكستان خله ماتې ځواب وركړو۔ ده ووئيل پاكستان په نړيواله كچه عزت ٬ احترام او كاميابي ترلاسه كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان دوه كلونو لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غړے غوره كړے شوے او دا يو تاريخي سنګ ميل دے۔ ايران سره د اړيكو په اړه اسحاق ډار ووئيل پاکستان د اسرائيلي ترهګرۍ په ضد په سفارتي كچه د ايران ملګرتيا وكړه٬ په دې ايران پاكستان خپل ريښتونے ملګرے وګرځولو٬ په ايراني پارليمنټ كښې هم د پاكستان په حق كښې نعرې پورته شوې۔ ده وويل د موجوده حكومت اصل ايجنډا اقتصادي بهتري ده او دې لپاره شپه او ورځ خواري كيږي۔ ده ووئيل آذربائیجان سره د دوه اربه ډالرو لوظنامه شوې ده٬ ده ووئيل په ګرانۍ كښې كمې شوې او د سود شرح 22 فیصد څخه كمېدو سره 11 فيصد ته راغلې ده۔ ده ووئيل سړي سر آمدني به زياته شي۔ په سياسي وضعه خپلو خبرو كښې ده ووئيل پیپلز ګوند په كوم وزارت كښې خوښي نه ده ښكاره كړې٬ پي پي هغه اتحادي ګوند دے كوم چې په سخت وخت كښې خپل ملګري نه پرېږدي۔ د دواړو ګوندونو اتحاد د هېواد او قام په ګټه دے۔ د كرپشن په اړه ده ووئيل كه كرپشن په خېبر پښتونخوا كښې وي يا بله كومه صوبه كښې بايد ختم كړے شي۔ ده ووئيل د هېواد د زرمبادله پنګې 14 ارب ډالر ته رسېدلې دي۔ ده ووئيل پاك هند په سيز فائر قائم دي٬ د هند بيانونه مونږ ويرولې نه شي۔ ده ووئيل مخكښې مو هم كاميابي ترلاسه كړې او بيا به هم كه پاك پروردګار ته منظور وي كامياب پاتې كيږؤ۔ ده ووئيل سعودي عربستان سره د عامو وېزو معامله ښه كولې شي په دې اړه مذاكرات له اتو مياشتو څخه روان دي او خواست دے چې بليو پاسپورټ لرونكو ته دې هم خصوصي لاسرسي وركړې شي۔