خانکندي 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په کراچۍ كښې د استوګنې ودانۍ غورځېدو له امله په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په پېښه كښې د حق رسېدليو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په پېښه كښې ژوبل شوو ته …
وزيراعظم شهباز شريف په کراچۍ كښې د ودانۍ په غورځېدو كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه
خانکندي 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په کراچۍ كښې د استوګنې ودانۍ غورځېدو له امله په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په پېښه كښې د حق رسېدليو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په پېښه كښې ژوبل شوو ته د هر ډول ممكنه طبي مرستې رسولو او د ودانۍ د ملبې لاندې د ګېرو شوو كسانو بچ كولو لپاره رېسكيو ته د اپرېشن ګړندي كولو امر كولو سره ووئيل په سباون كښې د دا ډول پېښو نه بچ كېدو لپاره دې په ترجيحي بنيادونو تګلاره مرتب كړې شي۔








