خانکندي 04 جولائي (اے پي پي) د اقتصادي مرستې تنظيم د مشرانو 17مې غٶنډې په موقع وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره دوه اړخيزه ملاقات كړے ٬ وزيراعظم د اي سي او مشرانو د 17مې غونډې په مثالي كوربتوب د آذربائيجان صدر له مبارکي وركړه۔ د وزيراعظم آفس پريس ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم د مئي د 27 څخه تر 29 د آذربائيجان …
وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان صدر سره وليدل، تجارت او د سرمايه کارۍ په څانګو كښې مرسته زياتولو له اتفاق
خانکندي 04 جولائي (اے پي پي) د اقتصادي مرستې تنظيم د مشرانو 17مې غٶنډې په موقع وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره دوه اړخيزه ملاقات كړے ٬ وزيراعظم د اي سي او مشرانو د 17مې غونډې په مثالي كوربتوب د آذربائيجان صدر له مبارکي وركړه۔ د وزيراعظم آفس پريس ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم د مئي د 27 څخه تر 29 د آذربائيجان په لاچين ښار كښې د پاکستاني پلاوي په زړه پورې مېلمستيا د صدر عليوف او د آذربائيجان د اولس مننه وكړه۔ وزيراعظم هند سره په اوسنۍ شخړه كښې پاکستان لپاره د آذربائيجان په مستقل مرسته هم د صدر الهام عليوف مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان هم په سخت وخت كښې د آذربائيجان پرله پسې ملاتړ كړے۔ په ملاقات كښې دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ د امكانات په حواله په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره تجارت او د سرمايه کارۍ په څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو۔ دواړو مشرانو اقتصادي شراكتداري په خاص توګه د آذربائيجان په پاکستان كښې سرمايه کارۍ ته لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو مشرانو ترمېنځه په دې وروستيو كښې خبرې د شريكو اړيكو لا قوي كولو له مرستياله ثابتې شوې دي۔ وزيراعظم صدر الهام عليوف له د پاكستان دورې بلنه وركولو پخلے هم وكړٶ








