وزيراعظم د اقتصادي مرستې تنظيم (ايس سي او) سرمشريزه غونډه كښې ګډون له كنفرنس هال ته ورسيد

خانکندی۔4جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د اقتصادي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون كولو له كنفرنس هال ته ورسيد٬ د آذربائیجان صدر الهام علیوف په رسمي ډول د وزیراعظم هركلے وكړو٬ دواړو لارښودو ستړي مشي وكړل او يو بل لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف به په كنفرنس كښې د خپل مهم خطاب په مهال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان نقطه نظر …

خانکندی۔4جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د اقتصادي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون كولو له كنفرنس هال ته ورسيد٬ د آذربائیجان صدر الهام علیوف په رسمي ډول د وزیراعظم هركلے وكړو٬ دواړو لارښودو ستړي مشي وكړل او يو بل لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف به په كنفرنس كښې د خپل مهم خطاب په مهال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان نقطه نظر وړاندې كوي۔ وزیراعظم به سيمه ايز تړون ٬ تجارت او تلپاتي پرمختګ ته د ودې وركولو اقدامات هم په ډاګه كوي۔ د اېس سی او په 17مه سر مشريزه غونډه كښې پاكستان ٬ تركيه ٬ ايران ٬ افغانستان ٬ آذربائيجان ٬ قازقستان ٬ كرغزستان ٬ تاجكستان ٬ تركمانستان او ازبكستان ګډون كوي۔ وزیراعظم شهباز شریف په سمټ كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وزيراعظم به په غونډه كښې ګډون كوؤنكو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه هم كوي