د قامي اسمبلۍ سپيكر په پاك افغان پوله د خوارج په ضد په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

اسلام آباد۔4 جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په پاك افغان پوله د هند ملاتړ لرونكو خوارج په ضد په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د جمعې په ورځ په خپل پېغام كښې ده د فتنة الخوارج 30 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته شاباسے وركولو سره ده ووئيل د ترهګرو په ضد په وخت او فعاله كارروائي د امنيتي ځواكونو د …

اسلام آباد۔4 جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په پاك افغان پوله د هند ملاتړ لرونكو خوارج په ضد په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د جمعې په ورځ په خپل پېغام كښې ده د فتنة الخوارج 30 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته شاباسے وركولو سره ده ووئيل د ترهګرو په ضد په وخت او فعاله كارروائي د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل د فتنة الخوارج ختمولو له د امنيتي ځواكونو زړه ور اقدامات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل قام د امنيتي ځواكونو په قربانيو او مړانه وياړي۔ ده ووئيل د فتنة الخوارج په ضد ټول قام امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده زياته كړه چې د قامي سلامتيا تحفظ لپاره د امنيتي ځواكونو اقدامات د ستائنې وړ دي۔