پېنډۍ 03 جولائي (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د سوئيلي افريقه د فضائيه مشر ليفټيننټ جنرل وائزمين سيمو مبامبو په جوائنټ سټاف هيډ کوارټرز پېنډۍ كښې ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې دواړو ډلو د شريكې خوښې په پراخه څانګو او په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د …
د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د سوئيلي افريقه د فضائيه مشر وليدل
پېنډۍ 03 جولائي (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د سوئيلي افريقه د فضائيه مشر ليفټيننټ جنرل وائزمين سيمو مبامبو په جوائنټ سټاف هيډ کوارټرز پېنډۍ كښې ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې دواړو ډلو د شريكې خوښې په پراخه څانګو او په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې ده د دواړو ځواكونو ترمېنځه د مصروفيات په كچه او د كار دائره لا پراخه كولو لپاره په عملي اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ دوي په پراخه جغرافيائي سياسي منظر نامه هم خبرې وكړې۔ د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن د سيمه ايزې سلامتيا په منظر نامه د پاکستان نقطه نظر شريك كړو او سيمه ايز امن او استحكام لپاره يې د پاكستان په كردار رڼا واچوله۔ ګران مېلمه د پاك پوځ د وظيفائي پوهې ستائنه كولو سره د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د د قربانيو اعتراف وكړو۔ د دې نه وړاندې جوائنټ سټاف هيډ کوارټر ته په رسېدو د پاك پوځ يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو








