د سپيکر او پارلماني غړو د پاك فضائيه سره د يووالي څرګندونه د وياړ وړ ده۔ د ايئر چيف مارشل ظهيراحمد بابرسدھو د سپيکر په نامه چيټۍ

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پارلماني كردار ستائنه كولو سره وئيلي دي د قامي اسمبلۍ د غړو لخوا د پاك فضائيه په حق د يووالي څرګندونه د وياړ وړ ده، د هند د جارحيت په ضد قامي يووالي لپاره د دوي كردار د ستائنې وړ دے ۔ دا خبره د زيارت په ورځ …

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پارلماني كردار ستائنه كولو سره وئيلي دي د قامي اسمبلۍ د غړو لخوا د پاك فضائيه په حق د يووالي څرګندونه د وياړ وړ ده، د هند د جارحيت په ضد قامي يووالي لپاره د دوي كردار د ستائنې وړ دے ۔ دا خبره د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ لخوا په جاري خبر پاڼه كښې شوې ٬ ايئرچيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د قامي اسمبلۍ سپيکر په نامه د مننې كولو چيټۍ استولې چې پكښې د سپيكر د پارلماني كردار ستائنه شوې او د هند جارحيت په ضد قامي يووالې لپاره د دوي د كردار ستائنې شوې ٬ دغسې د قامي اتحاد په څرګندونه پاك فضائيه د پارلماني مشرانو مننه كوي۔ د يادونې وړ ده ايئر چيف مارشل چيټۍ د سپيکر د چيټۍ په ځواب كښې ليكلې ده ٬ سپيکر د هندي جارحيت په كره ځواب وركولو فيلډ مارشل جنرل سيد عاصم منير او ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو ته چيټۍ استولې وې چې پكښې د پاك پوځ په خاص توګه د پاك فضائيه د غېر معمولي جرات، بهادرۍ، پوهې، او وظيفائي صلاحيتونو ته پېرزوئنې وړاندې شوې وې۔ سپيکر خپلې چيټۍ كښې د پارلمان لخوا پاك پوځ سره د غېر متزلزل مرستې او يووالي څرګندونه كړې وه