اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د آبادۍ د انتظام په اړه د لوړې كچې غونډې مشري كړې٬ چې پكښې ده د آبادۍ مسئله "قامي اېمرجنسي" ګرځولو سره په سمدستي توګه په جامع قامي تګلاره خپلو زور راوړو۔ ده ووئيل د آبادۍ منصوبه بندي د يو كس د ژوند په هر اړخ اثر انداز كېږي، صحت، تعليم، روزګار، د هر …
وفاقي وزير احسن اقبال د پاکستان بيورو آف اسټيټکس ته د هرې صوبې د ودانۍ تفصيلي ډېټا د وړاندې كولو امر وكړو
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د آبادۍ د انتظام په اړه د لوړې كچې غونډې مشري كړې٬ چې پكښې ده د آبادۍ مسئله “قامي اېمرجنسي” ګرځولو سره په سمدستي توګه په جامع قامي تګلاره خپلو زور راوړو۔ ده ووئيل د آبادۍ منصوبه بندي د يو كس د ژوند په هر اړخ اثر انداز كېږي، صحت، تعليم، روزګار، د هر څيز تعلق د كورنۍ حجم سره دے۔ ده ووئيل پاكستان په نړۍ كښې د آبادۍ په لحاظ سره پنځم لوي هېواد جوړ شوے چرته چې اتيا فيصده آبادي د 40 كالو نه د كم عمر او د 66 فيصده كسانو عمر د 30 كالو نه لږ دے۔ ده دا شمېره د تشويش وړ ګرځولو سره د وفاق او صوبو ترمېنځه د نزدې مرستې په ضرورت زور رواړو۔ ده د پاکستان بيورو آف اسټيټکس ته د هرې صوبې آبادۍ تفصيلي ډېټا وړاندې كولو امر وكړو ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مصطفيٰ کمال، سردار محمد يوسف، عطا تارړ، سينيټر روبينه خالد، سينيټر شيري رحمان (آن لائن)، د ملګرو ملتونو ٬ روغتيا نړيوالې ادارې٬ د پاپوليشن کونسل، او د نورو نړيوالو ادارو نمائندګانو ګدون وكړو








