د داروګانو په بيعه كښې د زياتوالي په نظام او د ګرانۍ په اثرات دې جامع رپورټ جوړ كړے شي۔ سيد مصطفٰې كمال

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفي کمال وئيلي دي موجوده حكومت د داروګانو اېكسپورټ زياتولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډرګ ريګوليټري اتھارټۍ په غونډه كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د ايکټو فارماسيوټيکل انګريډيئنټ (API) پاليسۍ ٬ د نفتھا کريکر منصوبې او د داروګانو د بيعې په موجوده طريقه كار او د کنزيومر پرائس انډيکس اثرات …

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفي کمال وئيلي دي موجوده حكومت د داروګانو اېكسپورټ زياتولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډرګ ريګوليټري اتھارټۍ په غونډه كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د ايکټو فارماسيوټيکل انګريډيئنټ (API) پاليسۍ ٬ د نفتھا کريکر منصوبې او د داروګانو د بيعې په موجوده طريقه كار او د کنزيومر پرائس انډيکس اثرات په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وفاقي وزير ووئيل په “نفتھا کريکر منصوبه دې جامع رپورټ وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل د داروګانو په بيعه كښې د زياتوالي په نظام او د ګرانۍ په اثراتو دې جامع رپورټ جوړ كړے شي۔ د پاکستان د داروګانو په جوړونكي صنعت كښې د برامدات پوټينشل موجود دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې دې د داروګانو ايکسپورټ زياتولو لپاره دې يوه واضحه او موثره پاليسي جوره كړې شي ۔ په غونډه كښې د ډرېف چيف ايګزيکټيو آفيسر او د هېلت ايډيشنل سيکرټري ګډون كولو