افغان پارلمان د دفاع او استخبارتي څانګو د مشرانو د غوره كولو توثيق وكړو

كابل 22 جون (اے پی پی) د افغانستان پارلمان د اولس مشر اشرف غني لخوا د غوره كړې شويو د دفاع وزير او د استخبارتي ادارې د مشر د غوره كولو توثيق وكړو۔ په ستمبر 2014م كښې د اتحادي حكومت جوړېدو نه پس د دفاع وزارت چوكۍ خالي شوې وه۔ معصوم ستانكزي دا ذمه وارۍ په عبوري توګه ترسره كوله۔ اولس مشر غني جنرال عبدالله خان حبيبي د دفاع وزير نامزد كړی و څوك به چې د خپل توثيق نه پس اوس دا چوكۍ سنبالوي او د معصوم ستانكزي د افغانستان استخبارتي ادارې د مشر غوره كېدو توثيق وشو دا چوكۍ په دسمبر كښې د رحمت الله نبيل استعفٰی وركولو نه پس خالي شوې وه۔ داسې اطلاعات هم رامخې ته شوي وو چې په مهمو چوكو غوره كولو پھ اړه د ا ولس مشر اشرف غني او په اقتدار كښې شريك چيف ايګزېكټيو عبدالله عبدالله ترمينځه اختلافات هم شته چې په سبب يې افغانستان كښې د حكومت چارو او د حكمرانۍ په طرز ګوتې پورته كېږي