په سوريه كښې د داعش پھ مهم مركز رقه ښار پھ فضائي بريدونو كښې 25 وګړي ووژل شول

بېروت 22 جون (اے پی پی) په سوريه كښې د شدت خوښي تنظيم اسلامك سټېټ يا داعش په مهم مركز رقه ښار په فضائي بريدونو كښې 25 وګړي وژلي شوي دي چې پكښې 6 ماشومان هم شامل دي۔ په سوريه كښې د بشري حقونو په صورتحال د نظر ساتونكي تنظيم سيرين آبزرويټري فارهيومن رائټس لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې پھ دې كاروائۍ كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي هم دي خو تراوسه دا نه ده معلومه شوې چې بمباري چا كړې۔ د تېر ګل او نهې په ورځ د داعش پھ بريد كښې 40 عسكر مړه شوي وو