پینډي 25جون (اے پي پي) د میجر سید معیز عباس شاہ شهید جنازه چكلاله ګيريژن پینډۍ كښې ادا كړی شو ه ۔هغه سوئېلي وزيرستان سره روغه سيمه كښې د هند ملاتړ لرنكې فتنه الخوارج په ضد د آپرېشن په مهال شهيد شوے ؤ ۔د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬داخله وفاقي وزير٬اعلٰی عسكري او سول افسرانو او ځوانانو د جنازې په مونځ كښې ګډون وكړو ۔ دج 37 …
د شهيد ميجر سيد معيز عباس شاه جنازه پينډۍ كښې ادا كړې شوه ٬خپل كلي كښې به خاورو ته سپارلے شي

مزید خبریں
پینډي 25جون (اے پي پي) د میجر سید معیز عباس شاہ شهید جنازه چكلاله ګيريژن پینډۍ كښې ادا كړی شو ه ۔هغه سوئېلي وزيرستان سره روغه سيمه كښې د هند ملاتړ لرنكې فتنه الخوارج په ضد د آپرېشن په مهال شهيد شوے ؤ ۔د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬داخله وفاقي وزير٬اعلٰی عسكري او سول افسرانو او ځوانانو د جنازې په مونځ كښې ګډون وكړو ۔ دج 37 كلن شهيد ميجر معيز عباس تعلق چكوال ضلعې څخه دے۔د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير ووئيل ميجر سيد معيز عباس شاه په جرات او بهادرۍ د دښمن مقابله كولو سره د خپل ځان قرباني وركړې او د بهادرۍ٬قربانۍ او حب الوطني اعلٰی مثال يې جوړ كړو ۔ټول قام د هغه په قربانۍ وياړ لري او د هېواد دفاع لپاره د هغه قربانۍ ته سلام كوي۔مونږ د خپلو شهيدانو مقروض يو۔زمونږ د شهيدانو مقدس وينا د قامي استحكام ستن ده۔د شهيد مړے خپلې سيمې ته منتقل كړے شو چرته به چې هغه د بشپړ پوځي اعزاز سره خاورو ته سپارلے شي










