اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي چې د حكومت وژن بشپړ ٬ ټولشموله پرمختګ ترلاسه كول دي ٬ د هيواد معيشت په پياوړې بنيادونو د اودرولو لاره هواره كړې شوې ده٬ تېر مالي كال هم كوم مني بجټ نه ؤ وړاندے كړے شوے٬ د درآمدي سولر پېنلز په 46 فيصده آلاتو ټېكس 18فيصده څخه كمولو سره 10فيصده كړې شوې دې۔ د كمې او متوسط طبقې …
د حكومت وژن بشپړ ٬ ټولشموله پرمختګ ترلاسه كول دي ٬ د هيواد معيشت په پياوړې بنيادونو د اودرولو لاره هواره كړې شوې ده: د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب وئيلي دي چې د حكومت وژن بشپړ ٬ ټولشموله پرمختګ ترلاسه كول دي ٬ د هيواد معيشت په پياوړې بنيادونو د اودرولو لاره هواره كړې شوې ده٬ تېر مالي كال هم كوم مني بجټ نه ؤ وړاندے كړے شوے٬ د درآمدي سولر پېنلز په 46 فيصده آلاتو ټېكس 18فيصده څخه كمولو سره 10فيصده كړې شوې دې۔ د كمې او متوسط طبقې په سركاري ملازمينو مياشتنيز ټېكس لا كم كړے شوے دے٬ د سېنېټ د خزانې او محصولاتو د قائمه كمېټۍ په سفارشاتو كښې به 50 فيصده د بجټ برخه جوړولې شي٬ د كركيلې په دويانو ټېكس ختم كړے شوے دے٬ د وزيراعظم په هدايت به يو زر ګرېجوېټس چين ته لېږلې شي۔ د خالي په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د راروان مالي كال په بجټ بحث راغونډولو سره د خزانې وزير ووئيل بجټ په حكومتي پالېسۍ د عملدآرمد مهمه ذريعه ده۔ ده ووئيل زه ددې خبرې اعتراف كوم چې په تېره نزدې يوه نيمه اوونۍ كښې مونږ په دې معزز ايوان كښې د جدي ٬ متوازن او بامعنی مشاورت برخه پاتې شوو۔ ده وئيل زه په خاص توګه د سېنېټ د خزانې او محصولاتو قائمه كمېټۍ مننه كوم په خاص توګه د سېنېټر سلیم مانډوی والا او هغه د ملګرو فاروق حامد نائیک، شیری رحمن، محسن عزیز، سید شبلی فراز ، انوشه رحمن ، شاہ زیب درانی، فیصل واوډا، احمد خان ، منظور احمد ، فیصل علی سبزواری او اېم عبدالقادر مننه كول غواړم۔ دې كمېټۍ د بجټ وړاندې بشپړ او ژور جاج واخست۔ په دې غونډو كښې بلال اظهر کیانی ، چیئرمېن اېف بی آر، سېکرټری خزانه او د نورو اړوندو وزارتونو او محكمو نمائندګانو ګډون وكړو۔ ده ووئيل مونږ په دې بحټ كښې اولسي خېر ښیګړې له يو شمېر اقدامات اعلان كړې دي۔ په دې كښې د ځينې ذكر زه د دې ايوان په وړاندې يو وارې بيا كول غواړم۔ حکومت د وزیراعظم په خصوصي هدايت 6 لکه څخه تر 12 لکه روپو په تنخواه اخستونكو د انكم ټېكس شرح 2.5 فیصد څخه كمولو سره يو فيصد كړې ده۔ حکومت د سركاري ملازمينو په تنخواګانو كښې10 فيصده او پنشن كښې 7 فيصده اضافه وكړه۔ ده ووئيل د كركيلې په دويانو ټېكس ختم كړے شوے دے او د وزيراعظم په هدايت به يو زر ګرېجوېټس چين ته لېږلې شي۔ د درآمدي سولر پېنلز په 46 فيصده آلاتتو ټېكس 18فيصده څخه كمولو سره 10فيصده كړې شوې دې۔ دغسې د امپورټډ سولر پېنلز په بيعه كښې يوازې 4.6 فیصد اضافه شوې ده۔ ده ووئيل په بجټ 2025-26ء شامل كړې شوې ریلیف او د سماجي تحفظ اقدامات د ریاست د خپلو ذه وارو د اعتراف او ادراك عملي څرګندونه ده۔ په دې اقداماتو كښې مهم د بینظیر انکم سپورټ پروګرام بجټ 592 ارب څخه زياتولو سره 716 اربه روپۍ كول دي۔ ده وئيل د سېنېټ د خزانې او محصولاتو قائمه كمېټۍ سفارشات حكومت ته ترلاسه شوي دي ٬ هيله لرم چې د تېر كال په څير به سږ كال هم د كمېټۍ 50 فيصده څخه زيات سفارشات د فنانس بل برخه جوړ شي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ د حكومت وژن يوازې استحكام نه بلكه دا يو پړاؤ دے منزل نه دے۔ زمونږ اصل هڅه خو يو بشپړ او ټولشمول پرمختګ ترلاسه كول دي په كوم كښې چې ټولو پاكستاني وګړو ته د پرمختګ يو ډول موقعې ترلاسه وي٬ په معيشت كښې د شموليت حق لر او د هېواد پرمختګ هغه ماډل پلو روان شي كوم چې د وزيراعظم د پاكستان وژن سره مطابقت لري۔










