اسلام آباد۔21جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د راروان كال حج مودې تعين كولو سره زر تر زره د تګلارې وړاندې كولو هدايت كړې او وئيلې يۍ دي چې د راروان كال حج آپرېشن تياريانې دې له اوس څخه پېل كړې شي٬ د سعودي عربستان لخوا د جاري كړې شوې حج پالېسۍ په رڼا كښې دې تګلاره وضعه كړې شي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ …
د وزيراعظم د راروان كال حج مودې تعين كولو سره زر تر زره د تګلارې وړاندې كولو هدايت

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د راروان كال حج مودې تعين كولو سره زر تر زره د تګلارې وړاندې كولو هدايت كړې او وئيلې يۍ دي چې د راروان كال حج آپرېشن تياريانې دې له اوس څخه پېل كړې شي٬ د سعودي عربستان لخوا د جاري كړې شوې حج پالېسۍ په رڼا كښې دې تګلاره وضعه كړې شي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د راروان كال حج تيارۍ حوالې سره د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې وزيراعظم د مذهبي چارو وفاقي وزير ته هدايت وكړو چې د راروان كال حج آپرېشن تياري دې له اوس څخه پېل كړې شي٬ د سعودي عربستان لخوا د جاري كړې شوې حج پالېسۍ په رڼا كښې دې تګلاره وضعه كړی شي۔ راروان كال كښې د حاجيانو په خذمت كښې به كوم ډول كمې قبلولې نه شي٬ نجي حج اسکیم دې رېګولرائز كړې شي۔ وزيراعظم د راروان كال حج د اړوندې مودې تعين كولو سره زر تر زره د تګلارې وړاندې كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښی وفاقي وزيرانو مصدق ملك ٬ سردار اېم يوسف او اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔










