د وزيراعظم شهباز شريف صوابۍ كښې په پوليس اهلكارو د ډزو پيښې غندنه

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف په صوابۍ كښې په پوليس اهلكارو د ډزو پېښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې هېواد څخه د ترهګرۍ عفريت تر ختمولو به د دې په ضد جنګ روان ساتلے شي۔ د پرائم منسټر آفس پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي بيان كښې وزيراعظم په پېښه كښې شهيد شوو دوه پوليس اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې …

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف په صوابۍ كښې په پوليس اهلكارو د ډزو پېښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې هېواد څخه د ترهګرۍ عفريت تر ختمولو به د دې په ضد جنګ روان ساتلے شي۔ د پرائم منسټر آفس پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي بيان كښې وزيراعظم په پېښه كښې شهيد شوو دوه پوليس اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې او د دوئي كورنيو له يۍ د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده د پېښی د پلټنيو او د ذمه وارو تعين كولو سره هغوي ته د سختې سزا وركولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم ووئيل هېواد څخه د ترھګرۍ عفريت تر ختمولو له به د دې په ضد جنګ روان ساتؤ۔ ده ووئيل د پوليس افسران او ځوانان د ترهګرۍ ناسور څخه ګران هېواد پاكولو له شپه او ورځ خواري كوي۔ ده ووئيل زما په شمول ټول قام ګران هېواد لپاره د ترهګرو د ناپاكه عزائمو په ناكامه كوونكو پوليس افسرانو او ځوانانو وياړي۔

مزید خبریں