پاكستان ذمه وار اتومي هېواد دے ٬ پاك پوځ هند ته سخت ځواب وركولو سره د هېواد او قام سر په وياړ هسك كړے۔ شازيه مري

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ مركزي وياندې شازيه مري وئيلي دي پاكستان ذمه وار اتومي هېواد دے ٬ پاك پوځ هند ته سخت ځواب وركولو سره د هېواد او قام سر په وياړ هسك كړے دے ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل پاك پوځ هند ته په سخت ځواب وركولو سره نه يوازې …

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ مركزي وياندې شازيه مري وئيلي دي پاكستان ذمه وار اتومي هېواد دے ٬ پاك پوځ هند ته سخت ځواب وركولو سره د هېواد او قام سر په وياړ هسك كړے دے ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل پاك پوځ هند ته په سخت ځواب وركولو سره نه يوازې د هېواد او قام سر په وياړ هسك كړے بلكې په نړۍ ئې ثابته كړې چې پاك پوځ د دښمن ناوړه اراده د خاورو كولو صلاحيت هم لري۔ دې ووئيل بلاول بھټو زرداري د اعليٰ كچ پارلماني پلاوي سره د امريكا پشمول د اروپائي هېوادونو د يولس ورځو په دوره كښې نړيواله ورورولي د پهلګام پېښې د حقيقت نه خبرولو سره د هند ناوړه څېره بې نقابه كړې ده۔ دې ووئيل وزيراعظم چې د بلاول بھټو زرداري ځوان قيادت ته چې كوم مشن سپارلے ٶ ھغه ئې په كاميابۍ سره ترسره كړو ٬ دې ووئېل پلاوي په مجموعي توګه د لوړې كچې 64 ملاقاتونه كړي چې پكښې د امريكا پارلماني غړي، تھنك ټينكس او سفارتي مشنز سره ملاقاتونه شامل دي او په دې موقع ئې ګرده نړۍ د هند د فالس فلېګ اپرېشن او د جارحيت او د سندھ طاس تړون منسوخ كولو د غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو نه خبر كړې٬ دغسې بلخوا هند هم پلاوي لېږلے ٶ كوم چې د خپلې كميونټۍ اولس سره په خوراكونو او سندرو او ګډاګانو ليدلے شوے او يو تھنك ټينك د هغوي غږ نه دې اورېدلے

مزید خبریں