نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په 51مه غونډه كښې ګډون لپاره استنبول ته ورسېد

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په 21م او 22م جون د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو كونسل په 51مه غونډه او د اسلامي مرستې يوتھ فورم ايوارډ دستوره كښې ګډون لپاره د جمعې په ورځ استنبول ته رسېدلے دے چرته چې به د تركيه صدر رجب طيب اردوان له اعزاز وركولې شي۔ د جمعې په ورځ …

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په 21م او 22م جون د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو كونسل په 51مه غونډه او د اسلامي مرستې يوتھ فورم ايوارډ دستوره كښې ګډون لپاره د جمعې په ورځ استنبول ته رسېدلے دے چرته چې به د تركيه صدر رجب طيب اردوان له اعزاز وركولې شي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير تركيه ته په رسېدو د پاكستان سفير ډاکټر يوسف جنيد، قونصل جنرل نعمان اسلم او د ترکيه د خارجه وزارت چارواكو هركلے وكړو۔

مزید خبریں