د نړيوال معيار تربيې څخه به زمونږ د افرادي قوت بهر هېوادونو كښې غوښتنه زياته شي٬د ټولو تربيتي ادارو دې نړيوال ايكريډي ټيشن وكړے شي۔وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 18جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د نړيوال معيار تربيې څخه به زمونږ د افرادي قوت بهر هېوادونو كښې غوښتنه زياته شي٬د ټولو تربيتي ادارو دې نړيوال ايكريډي ټيشن وكړے شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان ترمخه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ ګښې د نېشنل ووكيشنل اينډ ټيكنيكل ټريننګ كمېشن(نيوټيك)چارو او پيشه وره تربيې په اړه غونډه …

اسلام آباد 18جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د نړيوال معيار تربيې څخه به زمونږ د افرادي قوت بهر هېوادونو كښې غوښتنه زياته شي٬د ټولو تربيتي ادارو دې نړيوال ايكريډي ټيشن وكړے شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان ترمخه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ ګښې د نېشنل ووكيشنل اينډ ټيكنيكل ټريننګ كمېشن(نيوټيك)چارو او پيشه وره تربيې په اړه غونډه وشوه۔وزيراعظم ووئېل په ګرد هېواد كښې وفاقي او صوبائي پيشه وره ادارو كښې وركړې كېدونكې تربيه د نړيوال معيار سره سمه كړۍ دغسې چې ځوانانو ته بهر هېوادونو كښې د روزګار په لټون كښې آسانۍ تر لاسه وي٬ ده ووئېل د نړيوال معيار تربيې څخه به بهر هېوادونو كښې زمونږ د افرادي قوت غوښتنه زياته شي چې ورسره به د زرمبادله پانګې هم زياتې شي۔ده ووئيل د ټولو تربيتي ادارو د نړيوال معيار ايكريډټيشن وكړئ۔په دې مهال وزيراعظم ته د پيشه وره تربيې په اړه په پورته كړے شوو ګامونو بريفنګ وركړے شو۔بريفنګ كښې ووئيل شوب نيوټيك ګرد هېواد كښې د وفاقي او صوبائي تربيتي ادارو ميپنګ كړے٬د نيوټيك د نېشنل ټيكنيكل اينډ ووكېشنل ټريننګ ډيټا منيجمنټ سسټم فعاله شوے۔بريفنګ كښې دا هم ووئيل شول د پبلك سيكټر ټول پيشه وره تربيتي پروګرامونه د نيو ډلې سنګل ريګوليټري فريم ورك ترمخه راوستلے شي او د نصاب معيار هم باوري كولې شي٬د نيوټيك تر سيوري لاندې په 2023-24 كښې د وركي ټريننګ 53 فيصده كسانو ته نوكرۍ ترلاسه شوي دي٬دا ډيټا د تربيې نه 6 مياشتې پس ترلاسه كړی شوې ده دغسې د 2020 نه تر 2024 د نيوټيك ترمخه پيشه وره تربيه ترلاسه كوونكو 25 زره نه زياتو كسانو ته بهر نوكرۍ ترلاسه شوي۔سږ كال 1 لك 46 زره كسانو ته د خذمات٬سېلګرۍ٬آئي ټي٬بينكنګ٬ټيكسټائل او د ودانۍ په څانګو كښې پيشه وره تربيه وركړی شوې۔ د راروان كال لپاره هدف درې نيم لكه دے۔په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كام وفاقي وزيرې شزا فاطمه او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں