اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې په ايران او عراق كښې د كېرو شوو پاكستانيان او زيارت كوٶنكو د روانې انخلاء د جاج اغستو غونډه د شورو په ورځ وشوه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې خارجه سيکرټري او نورو لوړو پورو ګډون وكړو۔ نائب وزيراعظم ته تر اوسه په شوي پېشرفت او راتلونكو ورځو …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې ايران او عراق كښې د ګېرو شوو پاكستانيانو او زيارت كوٶنكو د راويستلو په اړه د جاج اخستو غونډه
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې په ايران او عراق كښې د كېرو شوو پاكستانيان او زيارت كوٶنكو د روانې انخلاء د جاج اغستو غونډه د شورو په ورځ وشوه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې خارجه سيکرټري او نورو لوړو پورو ګډون وكړو۔ نائب وزيراعظم ته تر اوسه په شوي پېشرفت او راتلونكو ورځو لپاره د انخلاء د منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ نائب وزيراعظم په جاري هلو ځلو د اطمينان څرګندونه كولو سره امر وكړٶ چې خارجه دفتر دې نورو محكمو سره په ګډه د وګړو وطن ته راستنول تند كړي او ھغه كسانو سره دې هر ډول مرسته وكړي كوم چې اوس هم په ايران يا عراق كښې موجود دي۔ نائب وزيراعظم او سينيټر اسحاق ډار د پاکستان انټرنيشنل ايئرلائنز (پي آئي اے) ته دا هم امر وكړو چې ھغه خارجه وزارت سره په نزدې تماس كښې اوسي دغسې چې د انخلاء په منصوبو روان او موثره عملدرامد باوري كړے شي۔












