حکومت د نجي څانګې مسئلو حل لپاره جدي ګامونه اخلي۔ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) سرمايه كارۍ بورډ لپاره وفاقي وزير قېصر احمد شېخ وئيلي دي حكومت د نجي څانګې مسئلو نه ښه خبر دے او د دغې حل لپاره جدي ګامونه اخلي، تل پاتې پرمختګ لپاره ضروري ده چې په سرمايه كارۍ كښې رامخې ته خنډان لرې كړې شي او د سرمايه كارو اعتماد دې بحال كړے شي۔ د شورو په ورځ د "نيشنل رېګوليټري ريفارمز کنفرنس"په …

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) سرمايه كارۍ بورډ لپاره وفاقي وزير قېصر احمد شېخ وئيلي دي حكومت د نجي څانګې مسئلو نه ښه خبر دے او د دغې حل لپاره جدي ګامونه اخلي، تل پاتې پرمختګ لپاره ضروري ده چې په سرمايه كارۍ كښې رامخې ته خنډان لرې كړې شي او د سرمايه كارو اعتماد دې بحال كړے شي۔ د شورو په ورځ د “نيشنل رېګوليټري ريفارمز کنفرنس”په مهال ده د چين مثال وركولو كښې ووئيل په كال 1972 كښې د چين صنعتكار به پاكستان ته زده كړې لپاره راتلل خو اوس د جدي اصلاحاتو په سبب د نړۍ لوي معيشت جوړ شوے٬ پاكستان له هم داسې اصلاحات پكار دي۔ ده د اېس آئي اېف سي د كردار ستائنه كولو سره ووئيل د نجي څانګې شمولت او د مشتركه منصوبو ودې سره د هېواد په معاشي هلو ځلو كښې بهتري راتللې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې نړيوال سرمايه كار راغب كولو لپاره لپاره موثره سفارتي او معاشي لائحه خپلولو ته اړتيا ده۔ په کنفرنس كښې د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسن افضل، د بورډ آف انويسټمنټ ايډيشنل سيکرټري امبرين افتخار او نورو مهمو سركاري او نجي نمائندګانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں