په خدمات ډيجيټل سيلز ټيکس به د صوبو اختيار وي٬ په سولر پېنلز د ټېكس شرح د اتلس نه په لس فيصده اتفاق شوے۔ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار قامي اسمبلۍ كښې څرګندونې

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي په خدمات ډيجيټل سيلز ټيکس به د صوبو اختيار وي٬ په سولر پېنلز د ټېكس شرح د اتلس فيصده نه په لس فيصده اتفاق شوے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې اسحاق ډار ووئيل اتحادي ګوندونو او نورو اړوندو شراكتدارو سره د مشاورت نه پس د ځېنې مسئلو په حل كولو اتفاق راغلے …

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي په خدمات ډيجيټل سيلز ټيکس به د صوبو اختيار وي٬ په سولر پېنلز د ټېكس شرح د اتلس فيصده نه په لس فيصده اتفاق شوے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې اسحاق ډار ووئيل اتحادي ګوندونو او نورو اړوندو شراكتدارو سره د مشاورت نه پس د ځېنې مسئلو په حل كولو اتفاق راغلے او په دې لړ كښې په ځېنې څيزونو نظرثاني شوې ده۔ ده ووئيل په بجټ كښې د ډيجيټل ټيکس په اړه د تحفظات څرګندونه وشوه چې په خدمات ډيجيټل ټيکس د صوبو اختيار دے، پرون په دې اړه ټولو شراكتدارو او اېف بي آر سره تفصيلي مشاورت شوے ، په خدمات ډيجيټل سيلز ټيکس به د صوبو اختيار وي او د خزانې وزير په بجټ بحث راغونډولو كښې به د دې وضاحت رامخې ته شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل دوېم زيات بحث د سولر پېنلز په تجويز شوي اتلس فيصده ټېكس شوے٬ د دې تجويز جاج واخستلے شو او په سولرائزيشن كښې انورټرز او د نورو څيزونو 54 فيصده برخه د وړاندې نه د معمول په ټېكس نظام كښې شامله ده ٬ دغسې د اتلس فيصده سېلز ټېكس تجويز د پاتې 46 فيصده برخې لپاره دے٬ خو د مشاورت نه وروستو اتلس فيصده نه په لس فيصده تجويز كړے اتفاق راغلے۔ ده ووئيل د ټېكس تجويزونه د محصولات په اقدامات كېږي٬ كله چې مونږ په يوه څانګه كښې ريونيو اقدامات محدود كوٶ نو د ھغې ازاله هم كول وي، کابينې چې كله د ملازمينو په نتخواه ګانو كښې شپږ فيصده اضافې لږه وګرځوله او د دې د لس فيصده كولو ئې منظوري وركړه نو د اضافي خرڅونو يا لګښت انتطام هم كول وي۔ ده ووئيل مونږ له په ګډه مخ په وړاندې تلل دي ٬ مونږ په مفاهمت باور لرو۔ درېمه مهمه مسئله په پي اېس ډي پي كښې د سندھ پحقله وه ٬ مونږ په اتفاق پرېكړه وكړه چې په پي ايس ډي پي كښې به د اېچ اي سي په حواله په سندھ كښې پوهنتونونو لپاره د فنډز حجم 4.7 اربه روپۍ برقرار ساتلے شي۔ ده ووئيل د پي ډبليو ډي په اړه د قامي اسمبلۍ د غړو موقف جائز ٶ٬ مونږ وزيراعظم سره هم مشاورت وكړو چې په دې لړ كښې تحفظات جائز دي، د پي ډبليو ډي د بندېدو نه وروستو به ټولو صوبو كښې پي آئي ډي سي اېل ته منصوبې منتقل شي كومې منصوبې چې په سندھ كښې روانې دي ھغه به دوامدارې وي۔ ده ووئيل د جائز مسئلو او تحفظات لرې كولو لپاره چمتو يو۔

مزید خبریں