سينيټ غونډه٬د اسرائيل بريد په ضد او ايران سره د يووالي څرګندونې لپاره د اسلامي هېوادونو د شريك بيان كاپي غونډې ته وړاندې كرې شوه

اسلام آباد 18جون(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ايران په ضد د اسرائيل روان پوځي جارحيت په ضد او ايران سره د يو والي څرګندونې لپاره د اسلامي هېوادونو لخوا په متفقه توګه د جاري كړي شريك بيان كاپي په سينيټ كښې وړاندې كړې ده ۔د شورو په ورځ د سينيټ په غونډه كښې ده دا كاپي په ايوان كښې وړاندې كړه ۔په تندۍ سره …

اسلام آباد 18جون(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ايران په ضد د اسرائيل روان پوځي جارحيت په ضد او ايران سره د يو والي څرګندونې لپاره د اسلامي هېوادونو لخوا په متفقه توګه د جاري كړي شريك بيان كاپي په سينيټ كښې وړاندې كړې ده ۔د شورو په ورځ د سينيټ په غونډه كښې ده دا كاپي په ايوان كښې وړاندې كړه ۔په تندۍ سره بدل شوے سيمه ايز صورتحال او مينځني ختيز كښې تاؤ تريخوالي كښې غېر معمولي اضافې په خاص توګه د ايران په ضد د اسرائيل جاري پوځي جارحيت له مخې الجزائر، بحرین، برونائی دارالسلام، چاډ، کوموروس، جبوتی، مصر، عراق، اردن، کویت، لیبیا، موریطانیه، پاکستان، قطر، سعودی عرب، صومالیه، سوډان، ترکیه، اومان او د متحدہ عرب امارات خارجه وزيرانو يو شريك بيان كښې 13 جون 2025 څخه په اسلامي جمهوريه ايران د اسرائيلي بريدونو او كوم هم دا داسې اقدام چې د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو چارټر مقاصد او اصولو خلاف ورزي وكړي٬په سپينو ټكو غندنه وكړه۔خارجه وزيرانو د رياستونو خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت احترام سره سره د ښه ګاونډيتوب په اصولو عمل او د شخړو سوله ايز حل په ضرورت زور راوړو۔ده ووئيل د ايران په ضد د اسرائيلي مخامصت د مخ نيوي ضرورت دے كوم چې مينځني ختيز كښې د تاؤ تريخوالي په مهال رامخې ته شوے۔ده ووئيل د يوې جامع جنګ بندۍ او امن بحالۍ لپاره د كار كولو ضرورت دے۔

مزید خبریں