په تنخواه ګانو او پنشن كښې دې مناسب زياتوالے وكړے شي٬ په سولر پېنل٬ اي كامرس او آن لائن کاروبار دې ټېكس ختم كړے شي۔ سينيټر پلوشه خان

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټرې پلوشه خان وئيلي دي په تنخواه ګانو او پنشن كښې دې مناسب زياتوالے وكړے شي٬ په سولر پېنل٬ اي كامرس او آن لائن کاروبار دې ټيكس ختم كړے شي۔ د شورو په ورځ په بجټ كال 26-2025 بحث كښې دې ووئيل روزويلټ هوټل د پاکستان اثاثه ده٬ بايد ھغه خرڅ نه كړے شي٬ په تنخواګانو او پنشن كښې …

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټرې پلوشه خان وئيلي دي په تنخواه ګانو او پنشن كښې دې مناسب زياتوالے وكړے شي٬ په سولر پېنل٬ اي كامرس او آن لائن کاروبار دې ټيكس ختم كړے شي۔ د شورو په ورځ په بجټ كال 26-2025 بحث كښې دې ووئيل روزويلټ هوټل د پاکستان اثاثه ده٬ بايد ھغه خرڅ نه كړے شي٬ په تنخواګانو او پنشن كښې دې مناسب اضافه وكړې شي، په پټرول د ليوي لګولو په ځاے دې شجركاري كولو سره ماحول بهتر كړے شي٬ دې ووئېل په سولر پېنل دې ټېكس ختم كړے شي٬ اي کامرس او په آن لائن کاروبار دې ټېكس ختم كړے شي، دغسې په نان فائلر دې بنديز ختم كړے شي٬دې غوښتنه وكره د اېف بي آر چارواكي دې خپلې اثاثې ډيكلئير كړي۔ دې ووئيل پارلمان او حكومت بايد واضحه پېغام وركړي چې كه پاكستان سره چا وچېړل نو سخت ځواب به وركولې شي٬ پاكستان له ټول اسلامي هېوادونه متحد كول پكار دي۔

مزید خبریں