اسلام آباد۔18جون (اے پي پي) وزيراعظم کيش ليس اکانومي ته ودې او ډيجيټائيزيشن تندولو لپاره كمېټي جوړه كړه٬ كمېټي به د وزيراعظم په مشرۍ كښې په دې لړ كښې د اقدامات هره اوونۍ جاج اخلي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د غېر رسمي معيشت خاتمې٬ سپېځلتيا ته ودې وركولو او د کېش ليس …
وزيراعظم کيش ليس اکانومي ته ود وركولو او ډيجيټائيزيشن تندولو لپاره كمېټي جوړه كړه٬ پاليسي اقدامات څخه دې د ډيجيټل ادائيګو او د روپو د ډيجيټل منتقلۍ ډاډګيرنه وكړې شي٬ د غېر رسمي معيشت خاتمې او سپېځلتيا لپاره کېش ليس پرچېزنګ او د روپو منتقلۍ لپاره اقدامات كوٶ ۔ وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد۔18جون (اے پي پي) وزيراعظم کيش ليس اکانومي ته ودې او ډيجيټائيزيشن تندولو لپاره كمېټي جوړه كړه٬ كمېټي به د وزيراعظم په مشرۍ كښې په دې لړ كښې د اقدامات هره اوونۍ جاج اخلي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د غېر رسمي معيشت خاتمې٬ سپېځلتيا ته ودې وركولو او د کېش ليس او ډيجيټل اکانومي په حواله د اقدامات د جاج اغستو غونډه په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه۔ چې پكښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، شزه فاطمه خواجه، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني، د اېف بي آر چيئرمېن او اړوند لوړ پورو ګډون وكړو۔ غونډې ته د کيش ليس اکانومي او د معيشت د ډيجيټائيزيشن په پېشرفت بريفنګ وركړے شو٬ غونډې ته ووئيل شول د ډيجيټل ادائيګو او د رقوم منتقلۍ لپاره سوداګرو ته هدايات وركړے شوي او په اولسي كچه د دې ودې لپاره اقدامات په تندۍ سره روان دي۔ غونډې ته د انفارميشن ټيکنالوجۍ او خزانې وزارتونو په دي لړ كښې په اقدامات هم بريفنګ وركړو۔ په دې موقع وزيراعظم د کېش ليس اکانومي ودې او ډيجيټائيزيشن تندولو لپاره د لوړې كچې كمېټي جوړه كړه چې مشري به ئې پخپله وزيراعظم كوي۔ وزيراعظم ووئيل د معيشت ډيجيټائيزيشن د حکومت د اصلاحات د ترجيحات برخه ده ٬ په بجټ كښې کېش ليس اکانومي ته ودې وركولو لپاره اقدامات تجويز كړے شوي ۔ وزيراعظم ووئيل د غېر رسمي معيشت خاتمې او سپېځلتيا لپاره کېش ليس پرچېزنګ او د رقوم منتقلۍ لپاره اقدامات كوٶ٬ ده ووئيل ډيجيټل والټ څخه د رقوم په منتقلۍ كښې حق دار ته د دوي حق ترلاسه شوے او د كوم انساني مداخلت نه غېر په سپېځلې ډول د مرستې رقم وېشلے شوے، ده ووئېل د معيشت بهترۍ په سبب د ګرانۍ شرح ټيټه شوې او ترسيلات زر زيات شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل په سټاک مارکيټ كښې په کاروبار كښې تندي د سرمايه كارو د حكومت په پاليسو د باور څرګندونه ده٬ د لوي څښتن په فضل او كرم سره د معاشي ډلې محنت رنګ راوړے دے٬ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل پاليسي اقدامات څخه دې د ډيجيټل ادائيګو او د رقم د ډيجيټل منتقلۍ ډاډګيرنه وكړې شي۔












