علي امين ګنډا پور د خپل ګوند او حكومت عزت ساتلو لپاره د احتجاج كال وركوي٬ د صوبې د بجټ منظوري د تحريك انصاف باني څخه اخستل اولس سره ټوقې دي۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور د خپل ګوند او حكومت عزت ساتلو لپاره د احتجاج كال وركوي٬ د ده دا احتجام به هم د نورو دواړو احتجاجونو په څېر ناكامه شي٬ د صوبې د بجټ منظوري د تحريك انصاف باني څخه اخستل اولس سره ټوقې دي۔ د ګل …

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور د خپل ګوند او حكومت عزت ساتلو لپاره د احتجاج كال وركوي٬ د ده دا احتجام به هم د نورو دواړو احتجاجونو په څېر ناكامه شي٬ د صوبې د بجټ منظوري د تحريك انصاف باني څخه اخستل اولس سره ټوقې دي۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د صوبې په بجټ كښې اولس ته ريليف وركول پكار وٶ، تر اوسه علي امين د پي ټي آئي باني څخه د بجټ د منظورۍ خبرې كوي كومې چې بېخي اولس سره ټوقې دي٬ په اصل كښې په بجټ كښې اولس ته ريليف وركولو لپاره يوازې دوي سره خبرې پاتې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعلٰې بيا بيا د احتجاج كال د خپل ګوند او حكومت د عزت ساتلو لپاره دے٬ د ده دا احتجام به هم د نورو دواړو احتجاجونو په څېر ناكامه شي۔ ده ووئيل مونږ د فاټا او پاټا په اولس نوې ټېكس لګېدو ته نه دې پرېښودے٬ په خام مال لس فيصده سېلز ټېكس نافذ دے۔ مونږ په موجوده بجټ كښې هم وفاق څخه فاټا او پاټا لپاره د ريليف وركولو اقدامات تجويز كړي دي۔ ده ووئيل كه په اصل كښې دوي د فاټا او پاټا اولس سره همدردي لري نو ھغوي دې خپل حكومت څخه د كېپرا د لارې لګولې شوے ټېكس ختم كړي٬ ده ووئېل اولس د دوي ناسمه بيانيه وړاندې هم مسترد كړې ده او بيا لپاره به هم د دوي په پروپېګنډه غوږ نه ګروي۔

مزید خبریں