اسلام آباد۔16جون (اے پی پی) د كورنيو چار وفاقي وزير محسن نقوي د هند سپانسرډ ترهګرو په ضد په كامياب آپرېشنز كولو امنيتي ځواكونو ته د پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ په جاري شوي خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د فتنة الهندوستان 5 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره …
د وفاقي وزير محسن نقوي خيبر پښتونخوا كښې د هند سپانسرډ ترهګرو په ضد په كامياب آپريشنز امنيتي ځواكونو ته پيرزؤنې
اسلام آباد۔16جون (اے پی پی) د كورنيو چار وفاقي وزير محسن نقوي د هند سپانسرډ ترهګرو په ضد په كامياب آپرېشنز كولو امنيتي ځواكونو ته د پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ په جاري شوي خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د فتنة الهندوستان 5 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره 5 ترهګر خپل عبرتناك انجام سره مخ كړل۔ محسن نقوی ووئيل د امنيتي ځواكونو اتلانو فرزندانو ته سلام كوو۔ ده ووئيل هر پاكستانے په خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو وياړي٬ د هند سپانسرډ ترهګرو انجام عبرتناك مرګ دے۔ محسن نقوی ووئيل د قام په مرسته به خپله خاوره ډېره زر د هند سپانسرډ ترهګرو څخه په بشپړه توګه پاكه كړؤ۔












