حکومت، تعليمي ادارې، صنعت او ځوانان به په ګډه ډيټا سمارټ، کلاٶډ لرونكے او مسابقتي پاکستان جوړوي۔ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د منصوبندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاكستان له به اوس يوازې د منصوبو نه پلېټ فارمز او د خبرو نه نتيجو پلو مخ په وړاندې تلل وي، حکومت، تعليمي ادارې، صنعت او ځوانان به په ګډه ډيټا سمارټ، کلاٶډ لرونكي او مسابقتي پاکستان جوړوي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د نېشنل اوپن ډيټا پورټل پرانسته كولو …

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د منصوبندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاكستان له به اوس يوازې د منصوبو نه پلېټ فارمز او د خبرو نه نتيجو پلو مخ په وړاندې تلل وي، حکومت، تعليمي ادارې، صنعت او ځوانان به په ګډه ډيټا سمارټ، کلاٶډ لرونكي او مسابقتي پاکستان جوړوي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د نېشنل اوپن ډيټا پورټل پرانسته كولو سره دا د پاكستان ډيجيټل انقلاب پلو يو تاريخي قدم ګرځوے چې پكښې حكومتي لوړ پوري، تعليمي او تکنيکي پوهانو ګډون كړې۔ وفاقي وزير ووئيل دا يوازې د يو ډيجيټل پليټ فارم مخ كتنه نه ده بلكې د پاكستان قامي عزم او جديد ډيجيټل معيشت په پلو د تګ علامت دے، ده ووئيل مونږ يوازې د ډيټا انقلاب مشاهده نه كوٶ بلې د دې د مخ په وړاندې بوتللو اراده لرو۔ احسن اقبال ووئيل کلاٶډ کمپيوټنګ، مصنوعي ذهانت او د سيټلائټ ډيټا استعمال منصوبه بندي، صحت، تعليم او ماحولياتي پاليسو كښې به انقلاب راولي٬ ډيجيټل مردم شماري، قامي ډيټا سټريټجي او ګرد هېواد كښې ډيټا سينټرز جوړولو اقدامات د دې وژن عملي څرګندونه ده

مزید خبریں