اسلام آباد 12 جون (اے پي پي)د قانون٬انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې د ماشومانو د حقونو په اړه شعور بېدارولو ته اړتيا ده۔د چائلډ ليبر مخ نيوې يوازې د حكومت نه بلكې د ټولنې هم ذمه واري ده٬ په ماشومانو په زبردستۍ د مشقت ختمولو لپاره بايد ټول كردار ترسره كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د چائلډ پروټيكشن …
په ماشومانو جبري مشقت ختمولو له به ټولو له خپل كردار ترسره كول وي: سينيټر اعظم نذير تارړ
اسلام آباد 12 جون (اے پي پي)د قانون٬انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې د ماشومانو د حقونو په اړه شعور بېدارولو ته اړتيا ده۔د چائلډ ليبر مخ نيوې يوازې د حكومت نه بلكې د ټولنې هم ذمه واري ده٬ په ماشومانو په زبردستۍ د مشقت ختمولو لپاره بايد ټول كردار ترسره كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د چائلډ پروټيكشن انسټي ټيوټ د سيوري لاندې په زبردستۍ مشقت مخ نيوي نړيوالې ورځې په اړه دستورې ته وينا كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل چائلډ پروټيكشن انسټي ټيوټ د ماشومانو تحفظ په اړه مهم كردار لري۔زياته شوې آبادي د پاكستان لپاره تر ټولو لويې چېلنج دے٬اسلام آباد د بشري حقونو٬امن او د پاكۍ په اړه به ماډل سټي جوړول وي٬د زياتې شوې آبادۍ په معامله به د صوبو سره په ګډه كار كوو۔ده ووئيل د چائلډ ليبر په ضد قوانين شته٬د كومو اطلاق سره چې به په ماشومانو په زبردستۍ د مشقت خاتمه كښې مرسته وشي












