په كركيله كوم نوے ټيكس نه دے لګولے شوې٬د كوچنو كاروبارنو به مالي مرسته كولې شي٬بېنظيرانكم سپورټ پروګرام كښې 700 اربه څخه د زيات فنډ اضافه شوې:د خزانې وزير اورنګزېب

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي چې وفاقي بجټ كښې په زراعت كوم نوې ټيكس نه دې لګولې شوې٬د كوچنو كاروبارنو مالي معاونت به كولې شي٬بېنظيرانكم سپورټ پروګرام كښې 700 اربه روپو څخه زياته اضافه شوې چې ورسره به د يو كروړ څخه زياتې كورنۍ استفاده وكړي٬ټيرف او خام مال په ډيوټيو كښې د كمي د لارې برآمد كنندګانو …

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي چې وفاقي بجټ كښې په زراعت كوم نوې ټيكس نه دې لګولې شوې٬د كوچنو كاروبارنو مالي معاونت به كولې شي٬بېنظيرانكم سپورټ پروګرام كښې 700 اربه روپو څخه زياته اضافه شوې چې ورسره به د يو كروړ څخه زياتې كورنۍ استفاده وكړي٬ټيرف او خام مال په ډيوټيو كښې د كمي د لارې برآمد كنندګانو ته ګټه ورسولو سره به برآمدات زياتولې شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ د خزانې او محصولات لپاره قائمه كمېټۍ په غونډه كښې وكړھ۔د خزانې وزير كمېټي د راروان مالي كال لپاره د حكومت مالياتي تجاويز او روان مالي كال كښې د ضمني مالياتي تجويزونو نتيجو نه خبر كړه۔د خزانې وزير د مالي كال 2026 په بجټ كښې ډهانچه جاتي اصلاحات٬د سباؤن اړخ٬د ټيكسونو تعميل او هغه يو برابر كولو په اقداماتو او د معيشت ښه كولو٬معاشي اشاريو كښې ښه والې او د نړيوالو ادارو د پاكستان په معيشت په زيات شوي اعتماد رڼا واچوله۔ده ووئيل حكومت تېر كال افراط زر 23.4 فيصد څخه تر 4.6 فيصد ته رارسولې٬شرح سود 11 فيصد ته راوستلې شوې٬د هېواد د معيشت حجم 400 اربه ډالره ته رسولې شوې٬د تېر كال په نسبت جي ډي پي كښې 10.5 فيصد اضافه شوې٬محصولات كښې 26 فيصد اضافه شوې۔د خزانې وزير ووئيل د معيشت په اعتبار سره د هېواد په قرضو كښې كمې او په وړومبي ځل نه يوازې په وخت د قرضو ادائيګي بلكې يو ټريلين روپۍ قرض د خپل وخت څخه وړاندې وركړې شوې۔د تېر كال 1.3 ارب ډالر كرنټ اكاؤنټ خسارې په نسبت سږ كال كرنټ اكاؤنټ 1.9 ارب ډالر سرپلس دے۔د خزانې وزير ووئيل د دې ټولو معاشي كاميابو او ترلاسه شوې اهدافو نړيوال مالياتي ادارو٬سروے كمپنو او ريټنګ ايجنسو منلې۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د ټيرف٬ټيكس نظام٬توان٬پنشن او د نجكارۍ په څانګه كښې بنيادي اصلاحات كړي۔د اپوزېشن د ډنډورې باوجود ټول كال كښې كوم مني بجټ نه دې راوړلې شوې۔مونږ د ټيكسونو بنيادونو ته پراختيا وركړې٬د خزانې وزير ووئيل په بجټ كښې تنخادار طبقې له رېليف وركړې شوې دغسې كارپورېټ سيكټر لپاره ټيكس كښې كمې شوې

مزید خبریں