اسلام آباد۔12 جون (اے پي پي)د پاكستان په تندۍ سره پرمختګ كونكې اي كامرس څانګې په مهمو مسئلو غور كولو لپاره د اعلٰی كچ غونډه وشوه چې پكښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه اي كامرس په اړه بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د زيارت په ورځ په غونډه كښې راتلونكې پالېسۍ كښې مشاورتي تګلاري ترمخه د …
د اي كامرس څانګې په مهمو مسئلو غور لپاره د اعلٰی كچې غونډه
اسلام آباد۔12 جون (اے پي پي)د پاكستان په تندۍ سره پرمختګ كونكې اي كامرس څانګې په مهمو مسئلو غور كولو لپاره د اعلٰی كچ غونډه وشوه چې پكښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه اي كامرس په اړه بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د زيارت په ورځ په غونډه كښې راتلونكې پالېسۍ كښې مشاورتي تګلاري ترمخه د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د آئي ټي وزارت ګډون سره يو شريكي وركنګ ډلې جوړولو اعلان كړې كومه به چې ټیکسیشن، وینډر کمپلائنس او ډیجیټل ادائیګیوں كوټلي سفارشات جوړوي۔دا سفارشات به حتمي منظورۍ لپاره وزيراعظم ته وړاندې كولې شي۔په دې موقع د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل چې اي كامرس پالېسي 2.0 آخري پړاؤ كښې ده او ډېر زر به د كابينې ته منظورۍ لپاره وړاندې كړې شي۔ده ووئيل چې پاكستان اي كامرس څانګه تندۍ سره پرمختګ كولو سره 2024 كښې د هغې حجم تر 7.7 اربه امريكائي ډالره رسېدلې دے او تر 2027 په دې كښې د كال 17 فيصده شرح نمو پيش ګوئي شوې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو د دې عزم پخلې وكړو چې يو كوټلي٬مسابقتي او په ډيجيټل توګه خپلواكه نظام ودې لپاره ټولي مسئلې په اعلٰی كچ حل كولې شي












