اسلام آباد 11 جون (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف د مئی 2025 په مهال ترسیلات زر كښې په اضافه د اطمینان څرګندوني سره وئيلي دي ترسیلات زر كښې اضافه د حکومت په معاشی پالیسیو د سمندر پوري پاکستانیانو د زيات شوي اعتماد څرګندونه ده ۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونك د اړخه جاری شوي بيان له مخې د روان مالی كال ترسیلات زر په …
ترسیلات زر كښې اضافه د حکومت په معاشی پالیسیو د سمندر پورې پاکستانیانو د زيات شوي اعتماد څرګندونه ده ۔ وزیراعظم شهباز شریف
اسلام آباد 11 جون (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف د مئی 2025 په مهال ترسیلات زر كښې په اضافه د اطمینان څرګندوني سره وئيلي دي ترسیلات زر كښې اضافه د حکومت په معاشی پالیسیو د سمندر پوري پاکستانیانو د زيات شوي اعتماد څرګندونه ده ۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونك د اړخه جاری شوي بيان له مخې د روان مالی كال ترسیلات زر په لړ كښې 34۔9 اربه امریکائي ډالرز ترلاسه شوي كوم چې د تير مالي كال په مقابل كښې 28۔8 فیصد زيات دي، په مئی 2025 كښې ترسیلات زر 3۔7 اربه امریکائي ډالره ترلاسه شوي كوم چې د تير كال مئي په مقابل كښې 13۔7 فیصده زيات دي۔وزیراعظم ووئيل ترسیلات زر كښې اضافه د حکومت په معاشی پالیسیو د سمندر پوري پاکستانیانو د زيات شوي اعتماد څرګندونه ده،د حکومت معاشی اقدامات او راروان مالي كال لپاره عوام دوست بجټ د هېواد د روښانه سباؤن زيرے دے۔دغسې وزیراعظم حکومتی معاشی ډلي ته پرزوئنې وړاندې كړې












