اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال وئيلي دي په ايګري فنانس كار كيږي٬ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت كښې د وزيراعظم په سپارښتنه ټاسك فورس جوړ شوے ۔ د شورو په ورځ د پوسټ بجټ پرېس كنفرنس په مهال د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال ووئيل په سرې او د چينجو په داروګانو تېر كال ټيكس لګولے شوے ٶ، د وزيراعظم …
په ايګري فنانس كار كيږي٬ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت كښې د وزيراعظم په سپارښتنه ټاسك فورس جوړ شوے ۔ د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال
اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال وئيلي دي په ايګري فنانس كار كيږي٬ د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت كښې د وزيراعظم په سپارښتنه ټاسك فورس جوړ شوے ۔ د شورو په ورځ د پوسټ بجټ پرېس كنفرنس په مهال د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال ووئيل په سرې او د چينجو په داروګانو تېر كال ټيكس لګولے شوے ٶ، د وزيراعظم په سپارښتنه مونږ د نړيوال مالياتي فنډ سره خبرې وكړه او هغوي سره مو لوظ كړے ؤ چې راروان مالي كال كښې به د دې اطلاق كولې شي۔ ده ووئيل زراعت كښې ځيني اقدامات صوبي او ځيني وفاق كوي،مونږ آئي ايم ايف قائل كړے چې سږ كال به ټيكس نه لګوٶ، په ايګري فنانس كار كيږي،د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت كښې د وزيراعظم په سپارښتنه ټاسك فورس هم جوړ شوے،د دې اقدامات بنيادي مقصد كركيلې ته ترقي وركول دي۔












