پېښور 11 جون (اے پي پي) وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خيبر پښتونخوا صدر انجنئیر امير مقام په وفاقي بجټ 26-2025 كښې د پخوانۍ فاټا/پاټا لپاره د ټيكس استثنيٰ په برقرار ساتلو د وزيراعظم ميا محمد شهباز شريف مننه او اولس له مبارکي ورکړې ده۔ ده په خپل بيان کښې ووئيل زما په غوښتنه د پخوانۍ فاټا/پاټا اولس د ټيكس استثنيٰ برقرار ساتلې شوي او يوازې په …
وفاقي وزير امير مقام په وفاقي بجټ کښې د پخوانۍ فاټا/پاټا لپاره د ټيكس استثنيٰ په برقرار ساتلو اولس له مبارکي وركړه
پېښور 11 جون (اے پي پي) وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خيبر پښتونخوا صدر انجنئیر امير مقام په وفاقي بجټ 26-2025 كښې د پخوانۍ فاټا/پاټا لپاره د ټيكس استثنيٰ په برقرار ساتلو د وزيراعظم ميا محمد شهباز شريف مننه او اولس له مبارکي ورکړې ده۔ ده په خپل بيان کښې ووئيل زما په غوښتنه د پخوانۍ فاټا/پاټا اولس د ټيكس استثنيٰ برقرار ساتلې شوي او يوازې په پورټونو په درآمد كيدونكو څيزونو د 10 فيصده سيلز ټېکس نه ځانله کوم بل نوے ټېکس نه دی لګولے شوے کوم چې خوشبينه او د ستائنې وړ اقدام دے۔ انجنئیر امير مقام ووئيل پاکستان مسلم ليګ (ن) عمر له د ورستو پاتي سيمو پرمختګ، خوشحالۍ او اولسي مرستي ته پام لرنه كوي او دا پرېکړه هم د دغه وژن تسلسل دے۔












